په پروني داخلي بريد کې وژل شوی عسکر د امريکا اوګدين ښار ښاروال و

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۱۳)

پرون د شنبې په ورځ په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ادارې له لوري رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې وويل شول، چې په داخلي بريد کې يو امريکايي عسکر وژل او يو بل ټپي دی.

غوڅ ملاتړ خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه بريد په کابل کې په يوه تعليمي مرکز کې شوی چې په سمدستي ډول بريدګر د نورو افغان پوليسو له لوري په نښه او ووژل شو.

که څه هم غوڅ ملاتړ د وژل شوي او ټپي امريکايي عسکرو هويت نه دی په ډاګه کړی خو د deseretnews.com په نوم يوې امريکايي ويپاڼې ليکلي چې د شنبې د ورځې په پېښه کې وژل شوی تن د امريکا د اوګدين ښار ښاروال و.

سرچينې زياته کړې، چې وژل شوی برينټ ټېلر نهه دېرش کاله عمر درلود او د ښاروالۍ دندې ترسره کولو تر څنګ  د امریکا په پوځ کې مېجر او د احتياطي عسکرو له ډلې څخه و.

سرچينې د شمالي اوګدن ښار د وياند جون کال له خولې ليکلي: پرینټ، يوه مېرمن او اووه اولادونه لرل چې د هغه پر مړينه ډير خفه شوي او کورنۍ يې”ډیره سخته غمجنه ده”.

جون کال زیاتوي، برينټ ټېلر په ۲۰۱۳م کال کې د اوګدن د ښاروال په توګه دنده کوله خو په دغه ښار کې د زيات نفوس لرلو له کبله يوځل بيا په ۲۰۱۷م کې د ښاروالۍ په دنده وګمارل شو خو څه موده وروسته يې له دندې د يوه کال لپاره رخصتي واخيسته او افغانستان ته واستول شو.

په وروستيو کې په افغانستان کې په بهرنيواو افغان عسکرو داخلي بريدونه زيات شوي چې تر ډيره يې مسؤليت طالبان مني خو د پروني بريد په اړه طالبانو وويل چې دغه بريد د يوه (با احساسه افغان عسکر) له خوا په امريکايانو شوی چې له امله يې ګڼ شمير امريکايي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ډير کله امریکايي چارواکي په ورته ډول بريدونو کې د خپلې مرګ ژوبلې تلفات کم ښيي خو طالبانو په ياده خبرپاڼه کې ويلي: واقعیت دادی چې کله یو عسکر خپل ژوند په حتمي خطر کې اچوي او په دښمن د برید تابیا لري، هغه کله هم په یوه یا دوه امریکایانو برید نه کوي، بلکې ګڼ شمیر به په نښه کوي.

شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د هرات د شنډنډ په هوايي ډګر کې يوه افغان عسکر دوه امريکايي پوځيان ووژل او يو ټپي شو، له هغې مخکې د کندهار د ولايت مقام په داخلي بريد کې هم د داخلي چارواکو په ګډون څو تنه امريکايي پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه چې د وروستيو دواړو بريدونو مسئوليت طالبانو منلی و.

د شنونکو په باور داخلي بريدونه هغه څه دي چې په وروستيو کې يې د بهرنيانو او افغان چارواکو تر منځ باور زيانمن کړی او د امريکايي مسئولينو په وينا، د ورته ډول بریدونو له ويرې له يو شمير ګډو پوځي مرکزونو نه بهرنيان وتلي، افغان امنيتي مسوولينو او عسکرو سره اړيکې هم يواځې د ټيليفونونو او ايميلونو له لارې نيول کېږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close