په پلازمینه کابل کې د دوه و ډلو تر منځ نښته شوې

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۲۵) صابر خپلواک راپورونه وایي، چې په پلازمینه ښار کابل کې د کارته پروان سیمه کې د دوه ډلو ترمنځ نښته شوې. نن د ماسپښین په دوه بجو د کابل ښار د کارته پروان سیمه کې د (احمد ضیاء مسعود) او د پارلمان د یوه غړي ( حاجي الماس خان) د وسلوالو کسانو لخوا نښته را منځته شوه، او تر څو شېبو نښتې وروسته د امنیتي ځواکونو د مداخلې په نتیجه کې ډزې پای ته ورسېدې. تر دې مهاله یې لامل نه دی معلوم چې نښته ولې رامنځته شوه او نه یې هم د تلفاتو شمېر معلوم دی. اوس سیمه د امنیتي ځواکونو لخوا کلا بنده ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close