په څه باندې مجرم یم

لـیکوال:حمزه حسینی

زه د علم او عرفان په طلب کې وم ما ویل چې دا زورېدلی ولس به د جهل له تاریکیو څخه د علم د رڼا په لور وکوچوم او د وياړلي تاریخ جوګه به یې کړم ما به تل سختی او کړاونه ګالل ترڅو خپلو وطنوالو ته خادم شم او د جهل شيطانان د علم په ستورو له منځه يوسم او زما د ارمانونه کشتۍ د مرادونو ساحل ته نژدې شوې وه.

خــو!

خــبر نه ووم چې لا به دجهل په تیارو کې را لوی شوي درندګان په هیواد او ټولنه کې متمرکز وي او د علم شمې او نیالان به په ډیره بې رحمی ختموي ما کلونه کلونه په خپل سپېڅلي ارمان پسې د تحصیل کوشش کړی وو. دا ځکه چې ما خیال کاوو چې د نړیوالو هیوادونو په شان په خپل ګران هیواد کې هم عالمان،طالبان انجینران،ډاکټران،او داسې نور د ټولنې لپاره خدمت کونکي پیدا شي او هيوادوال د راحت او سکون ساه واخلي.

خپل کور راته اور شو زه دا ډېره موده له کور څخه تللی ووم ما ویل چې راځه یو څو ورځې به د خپلې ګرانې مورکۍ،مشفق پلار او د کور د نورو غړو په دیدن ځان مشرف کړم او د وړوکي ورور سره به هم د مکتب درسونه تکرار کړم تر څو زما غوندې انجینر شي.

خو……

درنده صفته وحشي ځناورو،پردیو غلامــانو،او د CIA,ISI,KGB او وغيره استخباراتو په غذا را لوی شوو حرامیانو زما دیدن د تل لپاره په کورنی حرام کړ او هم یې زما سپېڅلي ارمانونه د ابد لپاره د مرګ  په خواب ویده کړل

او زما د ارمانونو کیښتۍ یې د ساحل پر غاړه د اور خوراک کړه زما جرم څه وو؟ او په څه باندې مجرم یم؟

ایا عالم جوړېدل،انجـینر جوړېدل او ډاکټر جوړېدل  جرم ده؟  که دا جرم وي نو دا څنګه جرم ده؟ چې په نورو اسلامي هیوادونو کې دداسې اشخاصو خاصه پام لرنه کیږي او زمونږ هیواد کې داسې اشخاص شکنجه کیږي په برچو او چړو وهل کیږي او بالاخره بیا په ډیره بې رحمی د دار تختې ته پورته کیږي او همدارنګه په مرموز ډول وژل کیږي.

دا یوه پېښه نه ده بلکې له دې وړاندې هم څو ځلې دیته ورته پېښې تکرار شوي خو هیچا یې مخنیوی نه ده کړی او هغه څوک چې د همدې بڼ تنکي ګلان یې رېژولي څنګه به ددې پېښې تفتیش وکړي؟ ځکه ددوی خپله د مظلومانو په وینو لاسونه سره  دي او لا د نورو ظلمونو تابیا لري. ایا د پلار په جـرم ځوی یا نور خپلوان نیول کیږي؟ نه هیڅکله نه بلکې قران کریم په بار بار فرمایلي دي چې (وَلاَ تَزِرُ وَازِرَةٌ وِّزْرَ اُخْـــراي) الآیه.

د تیارو غوښتونکي به څومره غوټۍ وریژوي؟ او څومره د علم مشالونه به مړه کړي؟ ان شآءالله ډیر زر ده چې دا دعلماء کرامو،نازولو طالبانو،تنکیومحصلینو او مظلومو مسلمانانو وینې به رنګ راوړي او د جهل بدمرغیو نور د زوال وخت  نزدې شوی دی.

په اخر کې له قهار ذات څخه داسې بې رحمه درندګانو ته د دردناکه عذاب غوښتونکی یم.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close