په چوره او خاص روزګان ولسوالۍ کې جګړه روانه ده- پنځه پوستې طالبانو نيولي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۲۷) د روزګان ولايت په چورې او خاص روزګان ولسواليو په امنيتي پوستو جګړې روانې دي چې د طالبانو په وينا تر دې دمه يې پنځه پوستې نيولي دي.

د چورې ولسوال امين الله خالقي وايي، نن له غرمې ورسوته طالبان له امنيتي کمربندونو ورتير شوي او د ولسوالۍ بازار ته نږدې په کلاچو سيمه کې له دولتي عسکرو سره په جګړه بوخت دي.

نوموړی وايي، په دې جګړه کې تر دې دمه شپږو پوليسو او يو شمير طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ولسوال په خبره، که پر وخت مرسته ور ونه رسېږي ښايي ولسوالۍ د طالبانو لاسته ولوېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ چارواکو د خاص روزګان ولسوالۍ د سقوط ويره څرګنده کړه او په مشرانو جرګه کې د روزګان استازي محمد حنيف حنيفي وويل، دا مهال يواځې د امنيې قومندانۍ او ولسوالۍ مرکز له دولت سره دی او په پاتې ټوله سيمه طالبان واکمن دي.

حنيفي زياته کړه، طالبانو د ولسوالۍ په دفاعي پوستو بریدونه پيل کړی او که د حکومت له لوري بيړنۍ مرسته ونه شي ولسوالۍ به سقوط وکړي.

طالبانو رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼې کې ويلي، په خاص روزګان کې يې درې پوستې نيولي او په امنيې قومندانۍ او د استخباراتو پر رياست بريدونه روان دي.

دغه راز طالبان وايي، د چورې ولسوالۍ د تورې چينې په سيمه کې يې له دولتي ځواکونو دوه پوستې نيولي او لا هم جګړه دوام لري.

د الخندق عملياتو له پيل راهيسې طالبانو په ټول هېواد کې درنې جګړې پيل کړي چې تر دې دمه يې د څو ولسواليو سربیره لسګونه پوستې او پوځي مرکزونه نيولي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close