په ژبه کې د کامیابۍ راز

نورالله سکون ژبه چې پښتو کې ورته کامل درناوی کیږي. د زیاتو مسئلو حل د ژبې د لارې کیږي، دپښتو علاوه د نورو قومونو خلکو هم ترې ګټه اخیستې ده خو پښتانه بیا په خپله ژبه دومره ولاړ دي که هر څو تاوان ورته رسیږي وایي اوس مې ژبه کړېده، د پښتو په تاریخ کې د پخوانه هم د خور لور ورکړه یا دنورو دنیاوي معاملو د پاره ژبه د عمل لار ګرځېدلې ده که هر څو د لوړ قیمت معامله د بل مقابل لوري وشي او بیا پکې ښکاره تاوان ګوري د خپلې ژبې نشي وروسته کېدی. د ۱۹۵۰ کال په شاوخوا کې دافغانستان  د پښتنو  یو شمېر کورنۍ چې هند ته ولاړې، هندي قومونو  چې د پښتنو کلتور او د ژبې ګټې ولیدې هغوی هم د ژبې کړې وعدې ته درناوی لاره. ژبه هغه وخت ګټوره ثابتیږي چې پښتني دود ته احترام وساتل شي، د پښتو ژبې او کلتور په هند کې دومره اثر وکړ چې د مغلي امپراتورۍ په دوران کې شاه جهان پاچا شو مقابل لوري ته یې وویل که زمونږ تر منځ متقابل درناوی وي یو د بل سره به همکاري کوو او که نه خپل مقصد به د تورې په زور لاس ته راوړو. دا رنګه سلطان بهلول لودي چې په ۱۴۵۱م کې د هند پر تخت کېناست، ډیلی یې د خپل امر لاندې راوست-غوښتل یې په ډیلي کې افغاني سیاست او کلتور خپور کړي، د دې غرض لپاره یې زیاتې کورنۍ ډیلي ته وغوښتې او افغانان یې ډیلي کې مېشته کړل خو ډیلي ته ورغلو؛ افغاني کورنیو خپل افغاني کلتور او ژبه په ځای د دې چې نورو ته ورسوي خپل افغاني کلتور یې له لاسه ورکړل هغه کورنۍ چې له خټې او آره دوی پښتانه دي ورته هندیان ویل کیږي. شېرشاه سوري چې تل د انګریز سره په جګړه بوخت و په ۱۶۴۵ م کې یې د (راجاتو) سره ژبه وکړه که ورته تسلیم شي بخښنه به ورته وکړي، شېرشاه سوري ته(راجاتو) تسلیم شو چې پر ښار ورننوت د ښار ښځو شېرشاه سوري ته د سړو د مرګ او خپلې بې عزتۍ خبر ورکړ-پر سرونو یې خاورې باد کړې، چې د دوی بدل ترې واخلي سوري حیران شو، هغه شېرشاه سوري چې په زمري یې وردنګلي و په ژړا شو چې یو خوا غیرت او بلخوا ژبه هېڅ نشم کولی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close