په ښکاره جګړه کې ورک برخليک

له څو ورځو راهيسې په سيمه ييزو او نړيوالو رسنيو کې د نورو پيښو او معلوماتو ترڅنګ د افغانستان د جګړې په پای ته رسيدا او په افغانستان کې د ورکې سولې او ورک برخليک په اړه د شناندانو شننې، سرليکنې، تبصرې، نظرونه او څرګندونې خپريږي، چې افغاانستان او سيمې ته د افغانستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي دا درېيم پيل کړى سفر په بيلابيلو اړخونو انځوروي.

په تيرو سفرونو کې خليلزاد په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مشرانو، په اسلام باد کې د پاکستان چارواکو، په کابل کې اشرف غني، عبدالله او … سره وکتل، خو په دې درېیم سفر کې يې روسي چارواکو سره کتل او د افغانانانو د برخليک جمله ورزياتول نوې خبره ده، چې مخکينيو دوو سفرونو کې يې نه وه ياده کړې، په همدې جمله کې ډير څه شته، چې تړاو يې د ټرمپ هغې وينا ته رسيږي چې د نومبر په ٩مه په مسکو کې د افغان سولې په اړه جوړې غونډې وروسته يې وويل: روسيه د افغانانو نماينده ګي نه شي کولاى خو خپله يې د افغانستان ښکاره جګړه او ورک برخليک په لاس کې اخستو لپاره خليلزاد ته ملا وړتړلې ده.

خليلزاد د پاکستان، افغانستان او وروسته مسکو کې د روسيې د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال ايګرو مارګلوف، د روسيې د بهرنيو چارو وزير ضمير کابلوف او نورو يو شمير روسي چارواکو سره وکتل، له هغوى سره يې په ليدنه کې دا وينا وکړه چې (افغانان دې خپل برخلیک د بهرنیانو د تپلو پر ځای پخپل لاس وټاکي).

د خليلزاد له ويناوو داسې بريښې چې بې له امريکا دې نور هېوادونه د افغانانو د مسئلې په اړه څه نه وايي، ځان (امريکا) ورته خپل ښکاري چې د افغانستان د ځمکې او اسمان واک او اختيار يې په لاس کې اخستی دی، جګړه دې هم د امريکا په اشاره او که سوله کيږي، هم دې د امريکا په لاس او لارښوونه وشي، چې دا ډول سوله به يواځې او يواځې د امريکا په ګټه وي، نه د افغانانو او سيمې په ګټه.

امريکا چې په افغانستان يرغل کړی دى او دلته يې پوځونه پلي کړي دي، د سيمې هېوادونو يې هم د ښکار په توګه په نظر کې نيولې دي، چې بالاخره سيمه به هم د افغانستان په څير تر خپل کنترول لاندې راولي.

بايد افغانان په ژور نظر سره خپل راتلونکی په نظر کې ونيسي، موجوده نظام دى او که ولس (طالبان) د روسيې غونډو او غوړو ويناوو ته چې د افغانانو د زړونو د ښه کولو او امريکا په مقابل کې يې کوي، ښه فکر وکړي، لکه څرنګه چې پر افغانستان د روسي يرغل پر مهال امريکا ګرمو اوبو ته د روسانو د رسيدا مخه نيوله او د روسانو په مقابل کې يې افغانانو سره ډول ډول مرستې کولې، روسان هم سيمې او منځنۍ اسيا ته د امريکا د پل ايښودلو په مقابل کې افغانانو سره خواخوږي ښکاره کوي او د امريکا په مقابل کې يې له افغانانو سره لهجه نرمه کړې ده، په اصل کې دواړه د افغانانو دښمنان دي، چې هغه د چا په اصطلاح په ليوانو کې ښه او بد نه وي، بلکې دواړه څيرونکي دي.

هو د افغانانو لپاره دا يوه خبره مهمه ده چې د يوه دښمن په مقابل کې بل دښمن استعمال کړي او دواړه د ښمنان په هر اړخيزه مقابله مات کړي، دواړه د ښمنان په خپلو کې اخته کړي، څه وخت چې افغانان د دواړو دښمنانو له شره خلاص شي، بيا به افغانان خپل برخليک په خپل لاس ټاکل کيدو ته پاتې شي، ترڅو چې په افغانستان کې د شرق او غرب سيالۍ روانې وي، روسان د افغانانو له ګريوانه لنډ کړل شوى لاس بيا افغانانو ته وراچوي او امريکا په دواړو لاسونو افغانان له ګريوانه نيولي وي، هيڅ وخت افغانان خپل برخليک په خپل لاس نه شي ټاکلى.

که امريکا افغانان خپل برخليک ټاکلو ته پريږدي؛ نو لومړی دې په افغانستان کې له جګړې لاس واخلي، پر افغانانو دې تپل شوې جګړه پای ته ورسوي او د افغانستان په چارو کې دې لاسوهنه بنده کړي. دا چې په افغانستان کې د نظامي خريطې او عملياتو واک، د کورنيو چارو په ټولو امورو کې واک، د ښوونې او رزنې په نصاب او سوله کې خپل بشپړ واک ساتي، بيا خو په هيڅ وخت کې افغانان خپل برخليک نه شي ټاکلى او نه به يې وټاکي، جګړه به ښکاره روانه وي او افغانان به په ناڅرګند برخليک کې د ژوند او مرګ شيبې تيروي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close