په کابل ښار کې د غلو لمن ولې ورځ تر بلې مخ په پراخېدو ده؟

ډاکټر آصف

له څه مودې راهیسې د کابل ښاریانو مشاهده کړل چې د دغه ښار په ټولو خواوو کې د غلو راج دی، او زیاتره کابل میشتي خلک له دغې ویرې سر ټکوي، خو دا چې تر ننه حکومت د دغو غلو د مخنیوي لپاره هیڅ ډول اقدام ونکړ، بلکې برعکس د غلو او لارو شکوونکو پیښو شمیر ورځ تر بلې وسعت پیدا کړ.

شپه او ورځ غله هرې خواته په لارو، کوڅو او لویو سرکونو کې د خلکو د جیبونو د شکولو لپاره په انتظار ولاړ وي، او د خلکو د جیبونو د شکولو لپاره له مختلفو حربو څخه کار اخلي.

کابل میشتي خلک وایی چې: که د سپرلیو په موتر کې کیني نو د سپرلیو موټر یوې خواته تاو شي او په موټر کې ناست غله تمانچې راوباسي او خلکو ته امر وکړي چې زر تر زره بې له کوم شور او شغف نه له خپلو جیبونو نه خپلې پیسې، موبایلونه او نور قیمتي شیان راوباسي او غلو ته یې وسپاري کنه نه وبه وژل شي.

همدا راز کابل میشتي وایی چې که دربس موټر ونیسي نو په لاره کې غله په داسې ګورد کې ولاړ وي چې هلته موټر یو ذره تم کیږي نو سملاسي تمانچي باسي او له مسافر نه ټولې پیسی او موبایل وتروړي.

او د هیواد په پایتخت کې عام خلک سختې ویرې اخیستي، نه پوهیږي چې څه چاره وکړي، حکومت سره له دې چې د توانمندۍ چیغې وهي خو دومره ناتوانه دی چې اول غل نیولی نشي او که فرضا ویی نیسي نو د غلو مشران یې سملاسي واسطه کیږي او په زور زور او تزویر سره یې سملاسي راخلاصوي او لږه شیبه وروسته بیرته په خپل فعالیت بیا پیل کوي.

ویل کیږي چې دا غله کوم ساده غله نه دي بلکې د دې غلو تر شاه د سترو غلو چې د وزیرانو او وکیلانو په سطحه اشخاص دي د دوی تر شا ولاړ دي او کلک ملاتړ یې کوي او همدا وجه ده چې په ډیر جرأت سره د غلا فعالیت پر مخ وړي.

او دا یې ښه دلیل دی چې تر ننه یوه غله ته هم جزا نده ورکړل شوې، بلکې ټول آزاد ګرځي او خپلې مزې کوي.

د کابل ښاریان وایی چې په په نورو ولایتونو کې بیا دا ناورین وجود نلري او د کابل اطراف هم آرام دي خو یواځې د کابل په ښار کې دغو پیښو بیخي حیران کړي، او د حکومت نه اقدام زیات اندیښمن کړي.

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close