”په کابل کي د سیګان انګازې“

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۱۸۴)

په کابل کي د سیګان* انګازې

ښاغلي احمد رشید په نیویارک ډیلي کي د اګسټ پر ۲۸ مه یوه مقاله خپره کړې ده چي غټ او مهم ټکي ئې دا دي.

هغه لیکي: کابل د جهان تر ټولو سنګري او په دفاعي استحکاماتو باندي ملبس ښار دئ. خو کله چي جمهورریس اشرف غني د لوی اختر په ورځ وینا کوله، په عین زمان کي پر ارګ باندي څو راکټه فېر سول. په افغانستان کي جنګ قریب څلوېښت کاله روان دئ، او پدې تېرو اوولسو کلونو کي امریکا مستقیما پکښې ښکېله ده. د لوی اختر راکټي حمله پداسي وخت کي وسوه چي د طالبانو سره د امریکا خبري رواني دي، او تازه مېرمن الیس ویلز د طالبانو سره په قطر کي ملاقات کړی وو. څه چي ما واورېدلي دي هغه دا چي امریکایانو او طالبانو پدې سري خبرو کي د دوهم اوربند په باب خبري کړي وې، خو احیانا کومي موافقې ته نه ول سره رسېدلي.

د قطر له خبرو راوروسته، طالبانو خپلي غوښتني لا زیاتي کړي دي: د طالبانو ګرده بنديان باید آزاد سي، او ټول خارجي عسکر باید له افغانستانه ووځي. طالبانو په هر سري او ښکاره مجلس کي د خپلو بندیانو پر آزادېدو باندي اصرار کړی دئ، خو په مقابل کي چندان څه نه ورکوي. داسي ښکاري چي بل اوربند به چندان ژر و نه سي، ځکه طالبانو په نظامي برخه کي زیات پرمختګ کړی دئ. هغوی غزني قریب نیولی وو، او پدې څو ورځو کي ئې زیات حکومتي عسکر وژلي دي. پدې جنګونو کي طالبانو خورا زیات جنګیالي سمبال او منظم کړي دي. او دا جنګونه د منظمو جګړو تراه کوي. د امریکا فوجیانو تر اوسه پوري د طالبانو د دې منظمو جنګونو، اکمالاتو، سوق او ادارې په باب قانع کونکې تشریح نه ده ورکړې. واشنګټن یو وخت ویل چي طالبانو فقط یو څو ببر سري جنګیالي دي، مګر اوس معلومه سوه چي هغوی هوښیار جنرالان او منابع لري.

اشرف غني د غزني د افتضاح پړه پر خپلي کابینې باندي واچوله، د اتمر استعفاء ئې قبوله کړه. هغه درې نور وزیران هم برطرفه کړل،‌ خو سمدستي ئې خپله فیصله بېرته بدله کړه. د کابل په حاکمانو کي به دا روانه ګډوډي او انارشي تر هغه وخته پوري روانه وي، څو اشرف غني د موجوده ناکامیو په اړه شخصا مسولیت نه وي منلی.

بل پلو، د امریکا لپاره د افغانستان جنګ یقینا د وینتام تراه کوي. ویتنامي چریکیانو بالاخره په همدا شان حملو امریکا دېته مجبوره کړه چي په پاریس کي مذاکراتو کښېني، او بالاخره خپل عسکر راوباسي. بلخوا، د افغان حاکمه طبقه اندېښمنه ده چي طالبان په سیمه کي د ځان لپاره نوي یاران پیدا کوي. دمګړی، پاکستان، ایران، او روسیه د طالبانو ښه ملګري دي. طالبانو خپلي دپلوماسۍ ته کش ورکړی دئ،‌ او پدې وروستیو وختونو کي د ازبکستان، اندونیزیا، او چینايي چارواکو سره ئې ملاقاتونه کړي دي. څه چي اوس په افغانستان کي واقع کېږي، د د ۱۹۹۰ د کلونو سره شباهت لري. هله طالبانو دشوروي تر اخراج فقط څو کاله راوروسته افغانستان ونیو. طالبانو اول کلیوالي سیمي تسخیر کړې، او خلګو ته ئې د ثبات او د داخلي جنګ د ختمولو درواغجنی وعدې ورکولې. هله برهان الدین رباني تر هغه وخت پوري د طالبانو سره واقعي مذاکرات پیل نه کړل، تر څو چي طالبان د کابل په دروازو ته ورته نېغ ورېدل. د افغانانو لپاره الان یو سخت وخت دئ، ځکه بین المللي ټولني د افغانستان د بیا جوړولو خیال او فکر له سره ایستلی دئ.

که څه هم متحده ایالات مدام د ثبات او امنیت په باب لاپي شاپي وهي، خو، لکه ویتنام، امریکایان نن سبا د خروج په دروازو پسې ګوري. که څه هم ځیني ځوان امریکايي فوجیان د وتلو له مفکورې سره مخالفت کوي،‌ خو ښايي هغوی ډیر ځوانان وي او د تاریخ درسونه ئې نه وي یاد کړي. اما زیاتره د اخراج لپاره چکچکي کوي، او په زړه کي ګوړي ماتوي. د ویتنام د جنګ بر خلاف، په افغانستان کي امریکايي تلفات ډیر کم دي. امریکايي ځوانان د عسکرۍ خدمت ته نه راکشېږي، او په امریکا کي د جنګ پر خلاف پراخ اعتراضونه نسته چي سیاستوال او جنرالان وډاروي. د تاسف ځای دا دئ چي عام امریکایان اصلا د افغان په جنګ خبر هم نه دي. مګر د هغو افغانانو لپاره چي تاریخ ئې په یاد دئ، اوسني حالات د شوروي اتحاد د اخراج راوروسته ورځي ور په یادوي چي افغانستان د ټولو هیر سوی وو.

*سیګان په ویتنام کې د یوه ښار نوم دی.

— In Kabul, Echoes of Saigon

_____________

واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي. اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close