په کابل کې بیړنی حالت اعلان شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۴) زرغون خوږیاڼی

د کابل ښار والۍ د کابل هوا د زیاتې ککړتیا له امله په کابل ښار کې بیړنی حالت اعلان کړی او له ښاریانو او کاریګرو یې غوښتي چې د دود لرونکو موادکارونه ودروي.

 د کابل هوا په وروستیو میاشتو او په ځانګړې توګه وروستیو اونیو کې ډېره ککړه شوې او ددې ښار ډېرو اوسېدونکو اندیيښنې یې راپورته کړي دي.

د ژمي موسم پیلېدو او د برېښنا پرې کېدو ډېروالي سره، د ډبرو سکرو، لرګیو او تېلو په څېر سون توکو کارول ډېرېږي. له خټینو سړکونو او کوڅو هم د موټرو د تګ راتګ له امله دوړې او خاورې هوا ته پورته کېږي. سربېره پردې له ثور میاشتې راهیسې تراوسه دومره باران هم نه دی شوی.

دا چې سږ کال وچ کالي ده د بارانونو خورا کمی دی، چې په لویو ښارونو کې بیا دخاورو او دوړو زیاتوالی، په ژمي کې د ډبرو سکرو، لرګیو او تېلو سوځول د هوا ککړتیا له عمده لاملونه ګڼل کېږي.

د افغانستان دولت د هوا ککړتیا کنترول او د ژوند چاپیریال ساتنې لپاره په ۱۳۸۴ کال کې د “چاپیریال ساتنې ملي ادارې” په نوم یوه اداره جوړه کړه، چې د کتونکو په وینا تر اوسه په پلازمینه کاب کې هم کاري ظرفیت له ستونزو  او ډک دی او نه دي تونیدلي چې په دغه ښار کې د یو څه د هوا د ککړتیا مخنیوی وکړي.

  افغانستان کې د برېښنا ډېرېدل او د هوا ککړوونکو توکو پر کارونې بندیز، د زړو موټرو د تګ راتګ مخنیوی او د شنو سیمو ډېرول(زیاته اندازه ونې بوټي کرل) د هوا ککړتیا د کنټرولولو اصلي لارې چارې بلل کېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close