په کابل کې درې چاودنو دوستم اندېښمن کړی

کابل ټکی کام ۱۷ زمری ۱۳۹۴ تبصره   د روانې میاشتې په سر کې جنرال دوستم په ارګ کې د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې ویلي ؤ چې شمال او فاریاب ورپسې نور ولایتونه به د طالبانو تصفیه کوي. تېره شپه جنرال دوستم کابل ته له رسیدو سره سم پرلپسې درې چاودنو کابل ولړزاوه، چې د نورو دولتي چارواکو په پرتله دوستم زیات په دې اندېښمن شو، چې هغه په فاریاب کې وسلوالو ته د عملیاتو په پیل کې بیا تکرار کړه چې سیمه به له وسلوالو طالبانو خالي کوي خو چې په کابل کې د طالبانو د حضور زیاتوالۍ او پرلپسې چاودنو خبر شو په خپل هوډ کې په پاتې راتلو یې خبریالانو ته د ځواب توان نه درلود. دا چې دوستم له فاریابه روغ او که ژوبل راستون شوی خو د کابل په تازه حالاتو دا مهال د څه ویلو توان هم نه لري او نه اشرف غني هغه څه ویلی شي چې مخکې یې د طالبانو په اړه ویل. دوستم ته نږدې سرچینې وایې چې په فاریاب کې یې په هغو سیمو هم عملیاتو ځنډولي کوم چې دوستم ورته لومړیتوب ورکړی ؤ، د فاریاب نه د دوستم د عملیاتو پر مهال رسنیو خبر ورکړی و چې زیات شمېر دولتي پولیس په فاریاب کې د طالبانو د زیات حضور له امله عملیاتو ته زړه نه ښه کوي. دوستم یو ګلمجم مشر دی چې په ظلمونو کې تاریخي نوم ګټلی دی، هغه په زرګونه مسلمانان وژلي او لا هم د خروړې … په شکل موړ ندی. هغه په فاریابو کې خپلو عسکرو ته ویلي و چې د چنګېز خان یاد راتازه کړئ، او هرڅوک مو چې زړه شي د طالب تر نامه لاندې یې وژنئ، ځکه چې ددې نوم پوښتنه بیا څوک نشي کولای.   داسې ویل کېږي چې دوستم بېرته خپل ګلمجمي شکل ته اوړېدونکۍ دی، یو ځل بیا د بادارانو په غوښتنه خپله اچولې نېکتایي په خړ بدبویه خیرن پتلون او کوټ بدلوي، او مسلمان وژنې ته رادانګي، خو له حالاتو داسې ښکاري چې دا ارمان به ګور ته یوسي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close