په کابل کې د شورای نظار غړیو دحکمتیار او زرداد پر ضد لاریون وکړ

 (کابل ټکی کام ۱۳۵۹ لیندۍ ۲۶) زرغون خوږیاڼی

تیره ورځ د شورای نظار او د اسلامي جمعیت غړیو په کابل کې د ګلبدین حکمتیار او دده د یوه لوړپوړي قومندان زرداد پر ضد لاریون وکړ او ددوی پر ضد یې شعارونه ورکړل.

دوی نیوکه کوله چې د قومندان زرداد په استقبالیه کې یې د زرداد له انځورونو سره د احمد شاه مسعود انځورونه لګولي وو، پداسې حال کې چې زرداد جنګي مجرم او احمد شاه مسعود د هیواد اتل دی.

لاریون د وزیر اکبر خان مېنه کې د عامې روغتیا څلور لارې سره وشو، د مسعود پلویانو د ګلبدین حکمتیار او قومندان زرداد عکسونو ته اور ورته کړ او ددوی پر ضد یې شعارونه ورکول، دوی د ګلبدین حکمتیار او احمد شاه مسعودو سره پرتله کول د مسعود سپکاوی بللی او ویې ویل چې دوی دا نه شي برداشت کولی.

 دوی ویل، چې د هیواد ملي اتل یواځې احمد شاه مسعود دی.

دوه ورځې وړاندې په برتانیه کې د کلبدین حزب بندي قومندان زرداد راخوشې او کابل ته راورسید، چې د ګلبدین حزب غړي او پلویان د کابل هوايي ډګر ته ورغلي وو او له ځانه سره یې د زرداد، ګلبدین او مسعود انځورونه هم لیږدول.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close