په کابل کې د مذهبي اختلاف بله مرګونې پیښه

 تبصره

د څلورو لسیزو راپدیخوا په افغانستان کې په بیلابیلو اختلافاتو او تعصباتو جګړې روانې دي، یو نسل په جګړه کې رالوی شو خو د جګړې په علت پوهه نه شو، چې موږ د څه لپاره د خپلو کورنیوغړي له لاسه ورکړل او نه ورته دا څرګنده شوه چې په افغانستان کې د روانې جګړې او د افغانانو په وینو کوم اهداف ترسره کیږي؟

 دا دی د هیواد دویم نسل هم د جګړې په اور کې قدمونه اخلي، د قلم پر ځای د ټوپک سره مینه کوي، د هیواد د اباد ۍ پرځای د ورانولو فکرکوي او د خپلو هیوادوالو، کلیوالو، خپلوانو او ورونو ترمنځ د نږدې کیدو پرځای د کرکې او نفرت اعمال ترسره کوي.

پر افغانستان یرغل شوې او د یوه یرغله د خلاصون وروسته د بل یرغلګر په لمن کې ځوان نسل د ژوند مرګونې ساه اخلي، ۱۳میلیونه وګړي مو د ولږې سره مخ دي، په سلو کې اویا سلنه وګړي بې کاره ګرځي، او ۳۰میلیونه تنکی ځوان نسل مو د تعلیم او زده کړې بې برخې پاتې شو.

د افغانستان پر خاوره د مذهبي اختلاف تخم کرل شوی، ددې تخم د له منځه وړلو لپاره چې ټول ولس او په ځانګړې توګه علما‌ء کرام باید لومړی په خپلو کې سره یو شي او بیا د ولس ترمنځ هر اړخیز اختلاف ختم کړی.

په هیواد کې د اختلافاتو د له منځه وړلو په اړه هر افغان او علمي شخصیتونه تکرار وایو، چې په ځانګړی توګه علماء کرام تر هر چا زیات مسئولیت لر ي چې روانه ورور وژنه له منځه یوسي.

تیره ورځ په کابل کې یوځل بیا د غم ټغر وغوړید، یو ځل بیا کابل په وینوسور شو، یوځل بیا یو افغان پر بل افغان ورور بد ګمانه شو، یو ځل بیا یو افغان د بل افغان د وینو انقام ته تیارشو او یو ځل بیا د مذهبي اختلاف اورغرغنډې وکړې چې ددې مرګونې بیښې تر شا به د څومره افغانانو په ژوند سوداګري شوي وي.

د اسلام او افغان ولس دښمنانو تل په یوه او بل اختلاف راپیداکولو سره خپل اهداف ترلاسه کړي دي. څومره چې په افغانستان کې د یتمیانو شمیر زیاتیږي هومره د اسلام د دښمنانو اهداف ترسره کیږي، بدبختانه چې ددې اختلافاتو له منځه وړلو او په افغانستان کې د یوه روڼ سباوون لپاره لا چا سوچ نه دی کړی.

د باقر العلوم جومات مرګونې پیښې یواځې اهل تشیع ورونه نه، بلکې ټول افغان ولس یې د غم پر ټغر کښیناوه، ځکه دا پیښه د عکس العمل د ښودلو په موخه شوې ده، دا پیښه په هیواد کې د مذهبي کرکې او نفرت د رامنځ ته کیدو لپاره شوې ده.

ټول افغانان باید د خپل راتلونکي په خاطر د دا ډول پیښو د عاملینو له لټون او د هغوی د شومو اهدافو د له منځه  وړلو لپاره سره لاسونه یوکړي، که هر څو په یوه او بل نامه افغانان په خپلو کې سره بدګمانه کړل شي بیاهم افغانان لکه څرنګه چې سره ورونه وو داسې به ورونه وي؛ خو په خپلو کې به یو بل ووژني ځوانان به کم او هدیرې به ډیرې شي، هر څه بیا لاس ته راتلای شي خو سرونه بیا نه ترلاسه کیږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close