په کابل کې د « پل خشتي جامع جومات »

جمع وترتیب : عبد الله صدیقي

دګران هېواد پلازمېنې کابل ته د اسلام له را رسیدو سره سم صحابه کرامو(رضی الله عنهم) د کابل په ښار کې د شاه دو شمشیره جومات د بنسټ ډبره کېښوده او په دويم قدم کې یی د پل خشتي جومات تاسیس کړو، چې بیا د وخت په تېریدو سره دغه جومات لاپسې پراخ شو.

د امیر عبد الرحمن خان په دور کې د كابل ښار نفوس خورا زيات شو ؛ نو نوموړی مسجد يې نور هم لوی کړ او په ۱۲۷۱هـ،ش د جومات ټولې چارې سرته ورسېدې.

دا مهال جومات یو منزله و؛ چې درې دالانونه او ۲۱ ګنبدې يې درلودې او د هرې ګنبدې په منځ کې به چراغونه را ځوړند و، چې د خاورې تېل پکې کارول کېدل.

په ۱۳۳۴ هـ،ش کال کې دترميم او رغونې او وسعت ورکولو په موخه یو ځل بیا کار ورباندې شروع شو چې دجوړونې او عمارت ټولې چارې په ۱۳۴۵ هـ،ش کال کې سرته ورسیدلې او په اوسنې شکل او صورت د عبادت لپاره پرانستل شو.

  • د پل خشتی جومات یوه مناره او یو لوی شین ګنبد لري چې مناره یې ۶۲ متره  او کنبد یې ۱۸ متره لوړه ده.
  • د جومات د ګنبدې په منځ کې يو لوی ( قندیل ) زوړوند شوی دی ، چې ۱۶۰۰ کیلو وزن لري او ۳۰۰ ګروپونه پکې بلیږي.
  • سپینه مرمرينه تيږه پکې زیات استعمال شوې .
  • دوه منزله او درس لپاره څو خونې لري
  • په دغه جومات کې په یو وخت کې ۳۰۰۰ کسان لمونځ کولی شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close