په کندزکې دشهيدانو د سرو وينو طوفان

تيره ورځ په کندز کې سخت طوفان را والوت چې ځمکه ا واسمان ېې سورشفق وګرځاوه دمخه هم په کندز او د هيواد په نورو برخو کې طوفانونه رالوتي وو خو دې طوفان چې څومره په رڼاورځ شپه جوړه کړه او هم ېې اسمان ته سور والې ورکړ د کندزاوسيدونکي ېې حيران کړل چې دا طوفان په رښتيا يوداسې طوفان وچې د کندز دشهيدانو دوينورنګ پکې پروت و

د کندزښاريانو وويل تيره شپه په کندز کې جګړه وشوه خو د جګړې له امله مرګ ژوبله ولسي وګړوته نه وه اوړيدلې دناتو دهوايي ځواکونو په بمباريوکې چې پنځوس کورونه ېې په اورکې وسوځول پکې ېې زيات شمير ښځې او ماشومان ووژل هغه ماشومان چې دځوانى دګلونو غوتۍ ېې لا نه وي سپړلې او ټول کندز ېې په ويراخته کړ.

د کندز د روغتون کارکوونکي وايي چې موږ ته اکثر د بمبارۍ له امله وژل شوې ماشومان روغتون راوړل شوي دي چې عمرونه ېې داوو  اولسو کلونو ترمنځ دي چې دا ماشومان د دهشتګردۍ په نامه دناټو هوايي ځواکونو په کندزکې دامنيتي ځواکونوپه شريکه مشوره شهيدان کړل .

پرون ورځ په رښتيا په کندز کې د شهيدانو د سرو وينو طوفان و  چې هرې کورنۍ د ماشومانو په شهادت وير وکړ يواځې دشهيدوشوو ماشومانو کورنۍ په ويرنه بلکه ټول کندز په ويراخته ؤ.

دکندز ټولو ښآريانو وليدل چې د ناټو ځواکونو په کورونو بمباري وکړه او پکې ېې دکندز دګلونو په څير ماشومان په شهادت ورسول خو له بهره تمويل کيدونکي او دافغان ولس پرخلاف رسنيوخبره خپره کړه چې دا وژنې د طالب وسله والو سره په جګړه کې وشوې .

په افسو س سره بايد ووايو چې د کندز چارواکو هم دخپل اولس پرخلاف  په بهرنيونشراتو کې دماشومانو د وژنو اعتراف وکړ خو په ډاګه ېې نه کړه چې دا ماشومان دناټو په بمبارۍ کې شهيدان شوي دي.

 د کندز دبمباريو په شهيدانو کې د لسو ماشومانو شهادت په ټول هيواد کې  دموجوده غلامې ادارې پرخلاف کرکه او نفرت زيات کړل چې ديوې خوا  ولسي وګړي په شهادت رسوي او دبلې خوا ېې شهادت د جګړې په ميدان کې حسابوي چې ترډيره حده يې د کندزيانو کرکه او نفرت دولايتي چارواکو او مرکزي حکومت څخه ښکاره کړل شوه .

دکندز د ښار روغتون ته چې ٢٦جسدونه ور وړل شوي دي دولسي وګړو په وينا دا ټول دبمباريو له امله شهيدان شوي دي چې پکې د لسو ماشومانو په حال يواځې دکندز ښآريانو نه بلکه دکندز کاڼوبوټو هم وژړل ځکه خو دکندزچارواکوته دشهيدانو د سرو وينو طوفان دمعجزې په شکل ورښکاره کړل شو.

په کندز کې چې هرچا د شهيدو شوو ماشومانو جسدونه ليدلي دي نورېې په افغانستان کې د ژوند کولو اراده نه شته چې په يو ه کورکې ماشومان په دومره بې رحمۍ سره ووژل شي دهغه حکومت او نظام څخه به څرنګه دانسانيت تمه وشي کاش چې پدې ماشومانو کې خو يو داشرف غني او ډاکټر عبدالله زوی هم واى بيابه ورته څرګنده شوې وه چې دقاطع ماموريت کړنې څرنګه دي او هم به ېې منلې وه چې په کندز کې را الوتې طوفان دشهيدانو دسرو وينو طوفان و.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close