په کندز کې دولت وژلي طالب والي په یوه مرکه ژوندی شو

په کندز کې دولت وژلي طالب والي په یوه مرکه ژوندی شو

لیکنه : مبصر

دروانې اونۍ په سرکې د دوه ورځو محاصر ورسته چې کندز ښار طالبانو ونېو او له زندانه ېي  تر ۷۰۰ پوری زندانیان خلاص کړل سره لدې چې دولتي نظامي چارواکو دخپلو پوځونو مورال لوړ یاده وه خو همدا دلوړ مورال دکندز دښار ساتونکي پوځونه  دطالب وسلوالو دمقاومت به وړاندی بې مقاومته شول.

مونږ چې ترهرچا ځانونه په خپله خاوره او دفاع غښتلي بولو او دافغاني میړانې تاریخ رایادوونو دا زمونږ دپوځ کمزورتیا ثابته وي چې دښار ساتونکي پوځ دي په هر ډول وسلو سمبال او بیا دې هم مقابل لوری ته تسیلم شي.

داچې څومره پوځیانو مقاومت کړې اوڅه ئې تسیلم شوي دابیله څیړنه پلټنه غواړي چې کیدې شي دکورنیو چارو اودفاع وزارتونه پدې اړه کندز ته په مناسب وخت کې پلاوی ولېږي او دکندزوښار دلاسه ورکولو په اړه کره معلومات نر لاسه کړي.

طالبانو چې دښار ونېولو او نظامي ځواکونو دتسملیده ادعا وکړه هغه ټولو هېواد والو دسر په سترګو ولیدل خو دولت سره د ادعا او دکندز دښار ه په دفاعی حالت کې دخپلو پوځونو اوساتونکو په اړه د ویاړ هیڅ نه ؤ .

دکندز دښاریانو اوهېواد والو د ذهنونو اړولو او خپل تبلغاتي کمپاین په کار اچولو لپاره ئې  دطالبانو لخوا د کندز نومول شوی والي ملا عبدالسلام د وژنې خبر ورکړ ، ورسره ئې ترڅنګه داهم تبلغ کړه چې دکندز دښار دنیولو لپاره ئې په هوايې ډګرکې قطعات ځای پر ځای کړي او دم کړۍ  پرکندز پریکنده عملیات پیل کوي.

مونږ ټولو ومنله چې دولتي ځواکونو دکندز لپاره دطالبانو نومول شوی والي ملا عبد السلام يې وژلی دی هغه چا چې پدې ادعا يې  شک درلود او زړه نا زړه به ؤ بیا يې  هم له ناکامه منله چې دولت خو باید دکندز به دفاع کې دومره څه کړي وي.

د دولت رسمي او غیر دولتي رسنیو دطالب نومول شوي والي وژنه  ښه په زیر او زور چاپ کړه غربي رسنیو او امریکا خو په وار وار  دیوه تجارتي اعلان په څیر دخبرونو په سر ، منځ کې پرې دخبر شکل علاوه تبلغاتي بڼه څرګنده کړه .

خو کله چې دطالبانو خبر پاڼې ددولت لخوا په کندز کې دطالبانو نومولو شوي والي ژوندی مرکه نشر کړه ددولت ټولی ادعا يې بی بنسټه ثابتی شوي.

 هغه د طالبانو دولت په ادعا  وژل شوي والې چې  دولتي سر چینو د کره او پوره راپو په شکل اعلان کړ دطالبانو دخیر پاڼې په یوه مرکه بیا داولس په وړاندې راژوندی شو ،  یعنې هیڅ وژل شوی نه ؤ یوازی او یو ازی زمونږ بې اصولو مطبوعاتو بې بنسټه خبرؤ چې دولتي رسنیو دټولو نړیوالو موازینو پرخلاف ژوندی والي په خپل خبر کې وژل شوی خپور کړ.

مونږ ددولت سره دخپلو پوځونو مورال دلوړو لپاره په نظامي خبرونو او رایورونو کې یوڅه حوصله ورکوونکی جملي منو خو دافغان اولس په سترګو کې خاوری  وراچول ورسره نشو منلای.

  تردې ورسته به مونږ خپلو دولتي راډیو، تلویزیون او چاپې رسنیو ته څرنګه اعتبار ورکړو په افغانې ټولنه کې اعتبار ترهر څه معتبردی افغانان سرونه ورکوي خو خپل افغانیت او اعتبار له لاسه نه ورکوي.

اوس چې دولتي چارواکې په تلویزیون یا غربي  رسنیو سره مرکې کوي لومړی زه او بیا ټول افغان اولس پرې باورنه لرو.

کندز که دولت له طالبان د دولتي چارواکو په ادعا بیا هم ونیسي څوک به پری باور ونکړي .

کیدی شي طالبانو ته دکندز ښار نیول مقصد نه ؤ یوازې دزندان دماتولو لپاره ئې عملیات پیل کړي ؤ خو پرلپسي مقاومت  دکندز ښاره هم په لاس ورکړ.

دکورنیو چارو او دفاع بې وزیره  وزارت باید داولس سره ریښنې ووسي که دمقاومت توان ئې نه وي پراولس هم غږ کولای شي خو چې اولس پرې باور ولري ترهرڅه د دولت لپاره داولس باورترلاسه کول وي.

 که دولتي چارواکي پدی توګه بې با وره وي ډیر څه به له لاسه ورکړي.

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close