په کندهارکې ملی امنیت څلورامنیتی سرتیري نیولي دي

(کابل ټکی کام لیندۍ۸) عبدالهادي همت

چارواکي وایې دملی امنیت ځواکونو هغه څلورسرتیري نیولي دي چې په کندهارکې به ېې په امنیتي پولیسو اولوړ رتبه چارواکوغلچکي بریدونه کول

ځايې چارواکي وایې په نیول شویو سرتیروکې دوه د اردو سرتیري دي دوه سرحدي پولیس دي

چارواکوویلي دوی له خپلو دولتي دندو په ګټي اخیستني سره پرنورو افغان سرتیرو او دولتي کارکونکوغلچکي بریدونه کول او وژل یې

چارواکي زیاتوي چې یادوڅلوروسرتیرو په کندهار ښاراو ولسوالیوکې دولتي کارکوونکي  اوقومي مشران په غلچکي بریدونوکې وژل

له دغو سرتیروڅخه دو تنود ۲۰۵ اتل قول اردوپه قومندانۍ کې دنده درلودله او دوونوروسرحدي پولیسو د سپین بولدک په سرحدي ولسوالۍ کې دنده لرله

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close