په کومه پېښه څه وليکم او که پرې وژاړم؟

تميم توفيق

نن مې زړه غوښتل په کومه پېښه څه وليکم، چې سايټونه مې لاندې باندې واړول، موضوعات دومره ډير و چې لار پکې رانه ورکه شوه. بس کټ مټ لکه سړی چې د عطرو دوکان کې قِسم قِسم عطرونه بوی کړي، آخر يې په انتخاب کې حيران شي چې کوم خوښ کړي.

ټوله ورځ مې په دې فکر تيره کړه، بلاخره مې کابل ټکی کام پرانيست، چې ګوندې ښه موضوع په لاس راکړي، هلته هم په لومړۍ صفحه کې له ګڼو موضوعاتو سره مخ شوم. عمران خان د پاکستان لومړی وزير وټاکل شو، طالبانو اندونيزيا ته سفر کړی، فراه کې د بهرنيو ځواکونو په بمبار کې ۱۲ ولسي وګړي وژل شوي، سور صليب هڅه کوي له طالبانو سره رامنځته شوې ستونزه په خبرو حل کړي، امريکايي الوتکو هلمند کې اربکيان او سنګوريان بمبار کړي، طالبانو د غزني اجرستان ولسوالۍ او په فارياب کې ستراتيژيکه سيمه ونيوله.

اندونيزيا ته د طالبانو سفر ځکه ژړونکی راته ښکاري چې په دې سفر کې ترې د امريکا او کابل ادارې تقليد شوی، اندونيزيا کوم داسې مطرح او بانفوذه او رسوخ لرونکی هيواد و چې طالبانو له خپل درانه حيثيت سره ځانونه په دې هيله ورورسول چې که يې افغانستان ته سوله راوړه او د خارجيانو په وتلو کې يې ورسره مرسته وکړه.

طالبانو ته د هغوی د حيثيت او اوسني سياسي موفق له امله نه ښايېده چې د هغه هيواد دوره وکړي، چې په افغانستان يرغل او دلته د يرغلګرو حضور ته د توجيهاتو لټولو په موخه لومړۍ مذهبي غونډه جوړه کړي. دوی که نور څه يې له وسه نه کيدل، بايد د ګيلې په توګه يې له دغه مسلمان هيواد سره موقتاً خوا بده کړې وای؛ ځکه چې دا په اسلامي نړئ کې هغه غير مطرح مسلمان ميشته هيواد دی چې په لومړي ځل يې زمونږ په هيواد کې د روانې برحقې مبارزې په اړه مسلمانې نړۍ ته شک پيدا کولو هڅه وکړه.

فراه کې د بهرنيو ځواکونو لخوا د ولسي وګړو او هلمند کې د اربکيانو او سنګوريانو وژنه هم راته د دې وړ ښکاره شوه چې يو څو څاڅکې اوښکې پرې توی شي.

زمونږ وينه خورا ارزانه شوه، دومره بې ارزښته چې له زرګونو کيلو متره لرې هيوادونو څخه راغلي کافران او سيکولران مو د خپلو څو بې وجدانو او بې ضميرو په کورديناتو په بې دردۍ سره وژني. بل پلو موږ کې دومره بې احساسه او بې درده خلک شته چې په نور ولس خو يې له لويه سره خوا بده نه شوه، بلکې دغه کافر اشغالګر په دوی هم صرفه نه کوي، خو متقابلاً دوی يې لا هم په خدمت بوخت دي او دلته يې د دې پردو د موخو په تعقيب کې شپه او ورځ په ځان يوه کړې ده.

په غزني او فارياب کې د طالبانو په پرمختګ مې د خوشحالۍ احساس وکړ، خو په دې ژړا راغله چې دلته بيا د اشغالګرو او د هغوی د بې احساسو ملګرو لخوا لسګونو تيروتليو افغان زلميانو خپل خوږ ژوند بايللی او تر شا يې ګڼ يتيمان، کونډې، ورارې او بورې پرېښودې.

د همدې افغان زلميانو په نادرکه درک او شعور مې سترګو ته د زړه درد راوخوټېد، چې ولې زمونږ يو تنکی هيوادوال دومره بې شعوره شي، چې د دغسې چا په ملاتړ کې ځان قرباني کړي، چې نه يې په دين او وطن ورګډ وي، نه يې ژبه يوه وي او نه قوم او حتی ملت، نه يې دنياوي ګټې او نه يې ديني اهداف سره شريک وي.

دا پېښې وې چې نن يې له ما څخه د ليکلو لار ورکه کړې وه او نه پوهيدم چې په کومه پېښه له کومه ځايه ليکل پيل کړم او په کوم ځای يې پای ته ورسوم. دغسې حالت د ژړا وړ نه دی، خو د پورته يادو شويو ځوانانو حالت يقيناً د دې وړ دی چې په لپو لپو اوښکې پرې توی کړو. الله تعالی مو دې له دغسې حالت څخه د تل لپاره وساتي چې د حق او باطل تر منځ د لوی او واضح توپير له ليدو ړانده يو او د حقې لارې د انتخاب درک رانه ورک وي، آمين ثم آمين.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close