په ګوګل ټرانسلټ کې د پښتو ژبې په ګډون ۱۳ ژبې نورې هم ور زیاتې کړی شوې

کابل ټکی کام ۳۰سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
ګوګل ټرانسلټ پخپله رسمي پاڼه کې اعلان کړې ده چې په د ګوګل په ژباړنپاڼه کې ۱۳ ژبې نورې هم ور زیاتې شوي دي، چې د ټولو ژباړ وړ ژبو شمېره ۱۰۳ ته رسیږي.
د ګوګل ټرانسلټ په څرګندونو کې راغلي دي:
«ګوګل ټرانسلټ دا مهال د دې وړتیا پیدا کړې ده چې د نړۍ هغه ژبې وژباړي، کومې چې په نړۍ کې ۹۹سلنه اوسېدونکي پرې خبرې اترې کوي.»
د ګوګل ټرانسلټ په څرګندونو کې د هغو ۱۳ ژبو نومونه هم ذکر شوي دي، کومې یې چې تازه ور اضافه کړي دي.
اماری (Amharic)
هوایی (Hawaiian)
د سکاټلنډ د ګېلک (Scottish Gaelic)
کورسیکن (Corsican)
کاس (Kos)
قرغزستان (Kyrgyz)
بهاسا (Kurmanji)
لوکزامبورګ (Luxembourg)
پښتو (Pashto)
سموني (Samoan)
سندهی (Sindhi)
فريزي (Frisian)
او سیان (Sean)
د یادولو ده، چې پښتو ژبه تاسو لاندې لینک په کېکاږلو سره پیدا کولی شئ!
https://translate.google.com/community?source=t-new-user

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close