په یوه وخت.. په افغانستان کې د امریکا سړه او توده جګړه

خاموش

له ١٩٢١ز راهيسې، په افغانستان کې د روسیې، برېتانیې، فرانسې، چين او نورو اروپایي هېوادونو ترمنځ سړه جګړه پېل شوې ده.

په دې سړه جګړه کې درې هېوادونو برتانیې، روسې او امريکا زياته ونډه درلوده. دې درې واړو هېوادونو غوښتل چې په افغانستان کې یې ونډه غوښنه شي. خو روسیې او امريکا چې د يو بل پر خلاف کومه سړه جګړه پیل کړې وه، نورو هېوادونو ورسره د سيالۍ ځغل نه شو کولاى.

په ١٩٤٥ز کې، د امريکا جمهور ریيس، هېري ایس ټريومېن، غوښتل چې د اسيا په زړه کې ځای ولري. دا اوس چې د امريکا پارلمان د پنټاګان پرېکړې ’هو‘ کوي، د دې نقشې شپېته سلنه غوښتنې د هېري ایس ټريومېن په دوره کې شوې، خو عملي جامه اوس وراغوستل کيږي.

د ۱۹۰۰ز په لومړیو درې لسيزو کې، په افغانستان کې يوازې برتانیې او امريکا د خپلو نقشو پلې کول غوښتل.. روسان زړه نازړه وو. خو کله چې امريکا په څلورمه لسیزه کې له افغانستان سره د وسلو له کړي قرارداده مخ واړاوه، روسانو ته افغانستان ته د لاس را اوږدولو موقع په لاس ورغله.

په افغانستان کې د امريکا او روسانو د سړې جګړې سيالي په ١٩٧٧ز کې زياته شوه. د امريکا د هغه وخت جمهور ریيس، جيمي کارټر، نه غوښتل چې روسان نور په منځنۍ اسيا کې پرمختګ وکړي. خو روسانو چې څومره کار په افغانستان کې هغه مهال کړی ؤ امريکا نه ؤ کړی.

اوس چې امريکا په افغانستان کې له افغان ولس سره په توده جګړه اخته ده او هم یې په  اسيا کې د تودې جګړې د بل کړي اور د دوام لپاره ساه اوږده کړې ده، هممهاله له روسیې او ایران سره په سړه جګړه هم اخته ده.

د امريکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان، جنرل جوزيف ووټل، پر ايران او روسيه نيوکه کړې چې په افغانستان کې د خپل نفوذ د زياتوالي لپاره له هرې وسيلې کار اخلي.

د ووټل له وينا داسې څرګنديږي چې امريکا په افغانستان کې د تودې جګړې تر څنګ له ايران او روسیې سره په سړه جګړه هم اخته ده، او غواړي دواړې د ځان په ګټه تمامې کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close