پوتین د ترکیې پر ضد ګامونه پورته کړي

کابل ټکی کام ۰۶لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
وروسته له هغې چې ترکیې د روسیې یوه الوتکه چې د ترکیې هوایي حریم ته داخله شوې وه، وویشتله، چې روسیې یې پر خلاف غچ اخېستونکي ګامونه پورته کړل.
د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د پارېس په یوه جوړېدونکې غونډه کې چې د نړۍ د هوا د ګرمېدو په هکله کیږي، د ترکیې له لومړي وزیر سره د ټاکل شوې لیدنې څخه ډډه کړې، او دغه پروګرام یې له منځه وړی دی.
همدا راز د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر سره د لیده کاتو څخه په شاه شوی وو.
روسیې همدا شان د ترکیې په خلاف په سوریه کې پرمختللې اس-۴۰۰ډوله توغندي ځای پر ځای کړل، روسیه به د ترکي اتباعو لپاره د ویزې اخېستلو قانون تطبیق کړي، او سر له نوي کال نه به پلي کیږي.
دغه راز روسیې له ترکیې څخه د بانجانو پر وارداتو بندیز لګول کیږي، او ۳۹تنه ترکي سوداګر یې له خپل هېواد څخه بهر کړي دي.
شنونکي وایي چې ښایي روسیه به ترکیې ته د ګازو پر صادراتو هم بندیز ولګوي، دوی وايي که یې بندیز پرې ولګوو، نو ترکیې ته به ډېر زیان واړوي، دوی یې دا «ځکې» بیانوي چې د ترکیې ۵۵سلنه ګاز له روسیې څخه واردیږي، او بل دا چې ژمی یې په مخ کې دی.
نو پداسې حال کې به ترکیه وکولای شي چې خپل دریځ سره سره روسیه دې ته قانع کړي چې د هغه ګامونو پورته کولو څخه لاس په سر شي چې په مخ کې یې دي، او کنه.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close