پوتین: د لویدیځ لخوا په روسیه د لګول شویو تورونو له کبله روسي تجارتونه چین ته اوښتي

کابل ټکی کام ۱۱سنبله/۱۳۹۴

راپور: احمدالله مهاجر

د روسیې ولسمشر پوټین وایي چې د لویدیځ لخوا په روسیه د لګول شویو بندیزونو له کبله روسي تجارتونه چین ته شروع شوي دي.

پوټین پرون د روسیې له تاس او د چین له سینهوا خبري ایانسونو سره په یوه مرکه کې وویل، چې د لویدیځ دغه عمل د روسیې ټول تجارتونه دې ته اړ کړي دي چې له چین سره سوداګریزې اړیکې ونیسي.

پوتین وویل چې له ۲۰۱۰ کال څخه چین د روسیې سوداګریز ملګری دی.

پوټین زیاتوي چې په ۲۰۱۴کال کې که نړیوال اقتصادي وضیعت ښه نه وو خو بیا هم روسیې وکولای شول چې سوداګریزه پانګونه جاري وساتي، چې  ۸۸.۴ میلیارده ډالروته یې پانګه ورسېده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close