پوتین پر ترکیه، د اقتصادي بندیزونو لګولو فرمان صادر کړی

کابل ټکی کام ۰۷لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
وروسته له هغې چې د روسیې یوه جنګي الوتکه چې د ترکیې هوايي حریم ته پرته له اجازې څخه داخله شوې وه، او د ترکیې د ځواکونو له لورې وویشتل شوه، د روسیې او د ترکیې ترمنځ یې تاوترېخوالی پیدا کړی دی.
په لومړي ځل ولادیمیر پوتین وویل چې «په شاه مې د خنجر ګوزار وخوړ»
ولادیمیر پوتین له رجب طیب اردوغان څخه د بښنې غوښتلو تقاضا وکړه.
او بیا رجب طیب اردوغان له پوتین سره د کتنې غوښتنه وکړه، خو پوتین رد کړه.
رجب طیب اردوغان پوتین ته د اخطار په توګه ویلي وو، چې پوتین دې له اور سره لوبې نه کوي.
رجب طیب اردوغان تېره ورځ پخپله وینا کې وویل چې د روسیې د الوتکې پر غورځېدو باندې خفه دی، او بیا به داسې ونشي.
له بلې خوا د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دیمیتري بیسکوف د شنبې په ورځ وویل چې روسیه د ترکیې پر خلاف هرې لارې کارولو ته چمتو ده.
بېسکوف همدا راز پخپلو خبرو کې وویل چې د ترکیې له خوا د روسۍ الوتکې ویشتل پخپله لېونتوب دی.
خو اوسمهال د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خوا په صادر کړي فرمان کې ویل شوي دي چې «له ترکیې څخه پر ځینو وارېدونکو توکو بندیز لګول شوی دی، په روسیه کې د ترکي شرکتونو د فعالیتونو ځنډولو او هغه ترکان چې په روسیه کې د شرکتونو لپاره کار کوي، باید دندې یې وځنډول شوي.»
همدا راز د روسیې او د ترکیې د راکړې ورکړې او سیاحتي سوداګریزو الوتنو د بندولو امر هم شوی دی.
له بلې خوا روسیې په سوریه کې د دفاعي سېسټم د پياوړي کولو لپاره هلې ځلې کوي، او هلته یې سمندر غاړي لاذقیه نومې ښار کې خپلې اډې ته اېس ۴۰۰ډوله توغندې هم رسولي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close