پوليسو د موټرچلوونکو پر وړاندې د روزګان- کندهار لاره تړلې ده

کندهار:  پوليسو موټروچلوونکي د جګړې ميدان ته لېږلي، څو د وژل شويو عسکرو مړي راوباسي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۳)

د کندهار او روزګان تر منځ د لويې لارې موټر چلوونکي او مسافر وايي، چې د کندهار پوليسو يې پر وړاندې د روزګان- کندهار لاره تړلې او سوارليو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

دغه موټر چلوونکي وايي، د کندهار پوليسو په لويه لاره کې ودرولي او غوښتنه يې ترې کړې څو د جګړې له میدان څخه د وژل شويو عسکرو مړي راوباسي او بيا ولاړ شي.

د لويې لارې لسګونه مسافر او موټر چلوونکي نن د ترینکوټ ښار واټونو ته راوتلي و او د چارواکو پرضد يې اعتراضيه لاريون او شعارونه ورکړل.

دوی وايي، د کندهار امنيتي مسوولينو ورته ويلي تر هغو به لاره ورته خلاصه نه کړي څو چې يې له طالبانو ورته د عسکرو جسدونه نه وي راوړي زياتوي (دوی په لويه لاره کې ميرمنې، ناروغان او ماشومان راګرځوي او هیچاته اجازه نه ورکوي.)

موټرچلوونکي وايي، دوی سره خپل عسکر شته، ضربتي قواوې لري، توپ او ټانګونه لري ولې خپله خپل عسکر نه راوباسي چې په مونږ يې راوباسي (دوی دې سره صليب ته ووايي چې هغوی يې ورته راوباسي).

د کندهار پوليسو ځينې موټروانان وهلي ډبولي او د يو شمير موټرو ښيښې يې هم ورماتې کړي دي.

څو ورځې مخکې طالبانو د روزګان- کندهار پر لويه لاره د دولتي ځواکونو پر يوه لوی نظامي کاروان بريد وکړ چې د کندهار د ښاري کمبرند د کنډک قومندان صيدق الله په ګډون يو شمير عسکر پکې ووژل شول او د جګړې په ميدان پاتې شول.

دغه راز موټرچلوونکي وايي، په ياده لويه لاره د پوليسو له خوا په ناقانونه ډول ترې پيسې اخيستل کېږي او وخت ناوخت زورول کېږي هم.

که څه هم تر دې مخکې له طالبانو سره په جګړو کې وژل شوي عسکر او ټپيان طالبانو سره صليب ادارې ته سپارلي خو ويل کېږي چې لا هم سيمه کې د جګړې ګواښ شته نو ځکه تر اوسه په سيمه کې وژل شوي عسکر لا هم بې سرنويشته پراته دي.

د روزګان مرستيال والي عطاالله فضلي هم ياده ستونزه تاييدوي خو وايي چې په دې اړه يې د کندهار له امنيتي چارواکو سره خبرې کړي او هيله يې وښوده چې دغه ستونزه ژر حل شي.

له بله پلوه د کندهار امنيتي چارواکي په ياده موضوع له خبرو کولو ډډه کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close