پوليسو د ټاکنو خپلواک کمېسيون پخوانی رئیس نيولی دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۳)

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخوانی رئیس يوسف نورستانی د پوليسو له لوري نيول شوی او دا مهال ترې پلټنې روانې دي.

سپوټنيک اژانس او يو شمير نورې رسنيو د کورنيو چارو وزارت د يوې باوري سرچينې له قوله ليکلي، نوموړی نن د جرايمو پر وړاندې د مبارزې پولیسو له لوري نيول شوی دی.

يوسف نورستانی په ۲۰۱۴م کال د ولسمشريزو انتخاباتو پر مهال د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر و چې هغه مهال پرې زيات شکایتونه شوي و.

نورستانی دا مهال د سنا د انتصابي مجلس غړی دی او پخوا يې د هرات د والي او د دفاع وزارت د مرستيال په توګه هم دندې کړې دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې نوموړی د کومو دلایلو پر اساس نيول شوی خو د راپورونو له مخې، د نورستاني د دندې پر مهال په ټاکنو کې تر ټولو زياتې درغلۍ او لاسوهنې شوې وې.

په تيرو ټاکنو کې د ډاکټرعبدالله او اشرف غني تر منځ د يوه ګډ حکومت په رامنځته کولو پريکړه وشوه.

د ټاکنو کمېسيون وايي، تر راتلونکې اوونۍ د ولسمشريزو انتخاباتو مهالويش اعلانوي خو د شنونکو په باور د ولسي جرګې تيرو ټاکنو ته په کتو د ټاکنو په اوسني کمېسيون کې هم هغومره وړتيا نشته چې راتلونکې ټاکنې په شفافه او عادلانه توګه ترسره کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close