پولیسو څنګه دوه طالب جنګیالي د غلو په نوم اعلان کړل؟

کابل.کام – لېندۍ ۴مه، ۱۳۹۷:

د کابل.کام موندنې ښيي چې د کابل ښار پولیسو د طالبانو دوه چیریکي جنګیالي، چې له دوی سره په ښار کې دننه په یوه مخامخ نښته کې شهیدان شوي وو، د یوه عام سوداګر د قاتلینو په نوم رسنیو ته ورپېژندلي دي.

د تیرې عقرب میاشتې په ۲۲مه نېټه، ماښام شاوخوا ۷ بجې، د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند په غزني اډه سیمه کې، وسله والو غلو د فریدون په نوم د رهنمايي معاملاتو دفتر یو خاوند په ډزو وواژه او پخپله د فریدون په موټر کې تېښته بریالي شول. فریدون د کابل د پغمان ولسوالۍ د پشه یي درې اوسېدونکی و او د غزنې اډې په سیمه کې یې د رهنمايي معاملات دفتر درلود.

تر دې پيښې نږدې ۱۲ ساعته وروسته، د عقرب د ۲۳مې نېټې د سهار شاوخوا ۷:۳۰ بجې، د کابل ښار پولیسو د ښار تر کمپنۍ سیمې لږ پورته د خواجه جم سیمه کې د طالبانو له دوو ښاري (چیریکي) جنګیالیو سره نښته رامنځته شوه.

په دې نښته کې د حافظ جاوید (فاتح) په نوم چیریکي جنګیالي د پولیسو پر مرمیو تر لګېدلو وروسته ساه ورکړه، او د هغه بل ملګری خواجه محمد فريد صديقي (علي) ټپي شو، چې د پولیسو سل بستریز روغتون کې یې ساه ورکړه.

د کابل ښار پولیسو نږدې ۴۰ دقیقې وروسته پر خپله فېسبوک پاڼه خبر خپور کړ چې دوی د سوداګر فریدون قاتلین وژلي دي. پولیسو پر فېسبوک پاڼه لیکلي و چې دوی دوه میله کلاشنکوفونه، یوه تفنګچه او یو ۲۰۰۰ کرولا ډوله موټر هم له دې کسانو نیولي دي.

حافظ جاوید (فاتح):

حافظ جاوید فاتح

د خواجه جم سیمې په نښته کې وژل شوی طالب چیریکي جنګیالی، حافظ جاوید (فاتح)، د غزني ولایت د مرکز اوسېدونکی و، چې په ۱۳۶۱هـ ش کال کې د هجرت په دیار د پاکستان په کویټه ښار کې زېږېدلی و. د هغه کورنۍ وروسته د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت د پېښور ښار د جلوزو هجرت کلي ته ولاړه. جاوید د معهد الحراء الاسلامي لېسه کې له دوولسم صنفه فارغ شو.

په لېسه کې نوموړی له شیخ استاد یاسر سره اشنا شو، او په ۲۰۰۲ز کال کې یې د هغه په ترغیب د بهرنیو ځواکونو پر ضد مقاومت پیل کړ. نوموړی د طالبانو په پوځي روزنتونونو کې تر زده کړو وروسته په مخامخ جګړو کې ګډون پیل کړ. تر یو کال مقاومت وروسته، جاوید په ۲۰۰۳ز کال کې ونیول شو او د کابل د څرخي پله په زندان کې تر ۲۰۰۸ز کال پورې پاتې شو. نوموړی په زندان کې هم له استاد یاسر سره په یوه خونه کې اوسېده او د هغه له افکارو نور هم اغېزمن شو.

جاوید په ۲۰۰۸ز کال کې له بنده تر خلاصېدو وروسته یو ځل بیا مقاومت پیل کړ. په ۲۰۱۰ز کال کې په یوه مخامخ جګړه کې سخت ټپي شو، چې تر روغېدو وروسته یو ځل بیا د مقاومت لیکو ته ولاړ.

په ۲۰۱۲ز کال کې، د نوموړي کورنۍ له کابل ښاره هجرت کولو ته اړه شوه، چې تر دې دمه د هجرت ژوند تېروي.

تر جبهه یي جګړې وروسته، جاوید (فاتح) چیریکي جګړې ته مخه کړه، او د کابل ښار په زړه کې یې پر دولتي چارواکو پېچلي عملیات ترسره کړل. بالآخره، د ۱۳۹۷هـ ش کال، د عقرب میاشتې په ۲۳مه (د ۲۰۱۸ز کال د نومبر ۱۴مه)، د کابل ښار په خواجه جم سیمه کې چیریکي عملیاتو د تللو پر مهال د پولیسو له کمین سره مخ شول، چې په پایله کې یې نوموړی ځای پر ځای ژوند له لاسه ورکړ او بل ملګري خواجه محمد فريد صديقي (علي) یې تر سخت ټپي کېدو وروسته د پولیسو په سل بستریز روغتون کې ساه ورکړه.

خواجه محمد فريد صديقي (علي):

خواجه محمد فريد صديقي (علي)

خواجه محمد فريد صديقي، چې په خپلو ملګرو کې د علي په نوم مشهور و، د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د زرغون ښار سیمه کې زېږېدلی و. د هجرت په دیار شمشتو کېمپ کې له لېسې تر فراغت وروسته د البیروني پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي ته بریالی شو، خو لوړو زده کړو ته د دوام ورکولو پر ځای یې د بهرنیو او داخلي ځواکونو پر ضد د وسله وال مقاومت لاره ونیوله.

د فاتح په څېر، علي هم یو ځل په یوه مخامخ جګړه کې ټپي شو، چې تر روغېدو وروسته یې بېرته وسله وال مقاومت پیل کړ. نوموړي په چاودېدونکو توکو او ماین جوړولو کې زیات مهارت ترلاسه کړ.

څو کلونه وروسته، علي هم ښاري (چیريکي) جګړې ته مخه کړه. نوموړي به له خپل ملګري، جاوید فاتح، سره یوځای چیریکي عملیات ترسره کول.

بالآخره، کله چې د ۱۳۹۷هـ ش کال، د عقرب میاشتې په ۲۳مه (د ۲۰۱۸ز کال د نومبر ۱۴مه)، سهار، خواجه محمد فريد صديقي له خپل ملګري حافظ جاوید فاتح سره چیریکي عملیاتو ته روان و، په لاره کې یې له پولیسو سره نښته رامنځته شوه، چې په پایله کې یې فاتح ځای پرځای ولګېد او ژوند یې له لاسه ورکړ او پخپله علي د پولیسو په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

”پولیس د دوی په بدنامولو خپلې ناکامۍ پټوي“:

د جاوید او خواجه محمد فرید صدیقي کورنیو کابل.کام ته ویلي چې د کابل ښار پولیسو ”د فاتح او علي د شهادت له پېښې د هغوی د بدنامولو او د خپلو ناکامیو د پټولو هڅه کړې ده.“

د دوی کورنۍ وايي، ”پولیس غواړي چې یوې خوا ته مجاهدین بدنام کړي او بلې خوا ته خلکو ته وښيي چې موږ امنیت ساتلای شو. دوی په درواغو دا دوې پيښې له یوه بل سره تړلې، او زموږ شهیدان یې د غلو په نوم نومولي دي. دوی دواړه چیریکي مجاهدین وو. موټر او وسله هر څه یې خپل وو، او له پولیسو سره په جنګ کې شهیدان شول.“

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close