پوهنې وزارت: د فراه ښوونځي د وضعت تر ښه کېدو رخصت کړل

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۲۷) د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د فراه ولايت د مرکز اړوند او هغه سيمې چې جګړې پکې کېږي ښوونځي يې د يوې مياشتې لپاره رخصت شوي دي.

د پوهنې وزارت وايي، دا ګام يې د پوهنې رياست د کارکوونکو او زده کوونکو د خونديتوب په موخه پورته کړی دی.

د پوهنې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اوس مهال د فراه امنيت وضعيت ښه نه او تر هغې چې په ياد ولايت کې وضعيت بيرته عادي حالت ته راګرځي ښوونځي به رخصت وي.

خبرپاڼه کې سپارښتنه شوې چې د روژې تر پايه او د حالت تر ښه کېدو پورې دې د پوهنې وزارت اړوند چارې ودرول شي.

د يادونې ده، چې وړمه ورځ طالبانو د فراه په ښار بريد وکړ او د راپورنو له مخې د امنيې قومندانۍ، ملي امنيت رياست، مرکزي محبس سربيره ډیری دولتي ودانۍ او د ښار اتيا سلنه برخه په خپل واک کې راوسته.

طالبانو تېره ورځ وويل، چې په خپله خوښه يې ښار پرېښی دی خو تيره شپه يوځل بيا سيمه ييزو سرچينو وويل چې طالبانو د دوهم ځل لپاره په ښار او شاوخوا دولتي تاسيساتو بريدونه کړي دي.

په فراه کې له تېرو څو ورځو جګړو راهيسې په دغې ښار کې ډیری دولتي ادارې او د ښار زياته برخه دکانونه او کاروبارونه تړل شوې ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close