پوټین د جنرال ګروموف نصیحتونه هیر کړي او ټرمپ خپل لیونی سپی راخوشی کړ

ډاکټر آصف

پوتين د قاتل بشار الاسد د ژوند ساتنې لپاره د سوريايې ولس عام وژنې ته ادامه ورکوي او اوس غواړي په افغانستان کې هم د داعش او جبهة النصرة د خپريدو په ډنډورې سره د سوريې حشر دلته هم پيل کړي ؛ خو د خپل جنرال (( گرموف )) نصيحتونه يې هير کړي دي .
او (( ټرمپ )) د وينې څښونکي پانگوال نظام د دنگې منارې په توګه ، د (( جيمس ماتيز)) په نوم ليوني سپي بيا راخوشی کوي ، خو زمونږ د اسلامي هيوادونو غوليدلي انسانان د اسلامي امت د بې گناه او معصومو انسانانو په وژلو اوس هم ، څوک د خونړي سوسياليزم په ليار کې د تگ ، يا ويني څښونکي پانگوال نظام په بدرقه کې ، دومره ليونۍ مينه لري ؛ چې د افغانستان ، سوريې ، عراق ، يمن ، ليبيا او برما د مظلومو ولسونو د عام وژنې د غندلو پر ځاې د زبر ځواکونو جغ په اوږو وړي او د هغوی سرابي وعدو ته د اوبو طمع لري ؛ پداسې حال کې چې نه (( خالد بن وليد)) او (( صلاح الدين ايوبي )) داسې ډوډۍ خوښه کړی وه او نه مو (( غزنوي )) او ((ابدالي )) سومنات ته سر ټيټ کړې وو .

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close