پټۍ شوي زخمونه مو بیا تازه شول!

لیکنه : الیاس تکل

غني څو اونۍ مخکې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د سولې او ثبات را وستلو لپاره بهرنیانو ته اړتیا ده،

زما په اند چې سولې بیا په داسې نامشروعه کړنو او څرګندونو سر وخوړ، ځکه په دې باندې ټول بااحساسه افغانان پوهېږي چې د سولې او امن اصلې دښمنان او لاملین بهرنیان او ایتلافیان یې دې، خو غني بیا هم ټينګار کوی چې بهرنیانو ته اړتیا ده، د غني له دې خبرې سره بیا د سولې د تږو او وږو افغانانو هيلې په نا امیدۍ بدلې شوې.

له دې خبرې څخه يې د پردي پالنې او غلامۍ بوی پورته کېږي، ځکه رښتيني او ازاد افغانان هیڅکله د بهرنیانو په شتون ټینګار نه کوي، هیڅکله هم د بهرنیانو ډول ته نڅا نه کوي، هیڅکله هم د بهرنیانو شتون نه شي زغملای،

دا سې د پردي پالۍ او غلامۍ خبرې مونږ ته هیڅ د منلو وړ نه دې، څوک چې غلام وي هغه پردۍ خبرې منلای شي، خو اما زمونږ ټولنه الحمد الله مسلمانه ټولنه ده، ضمیرونه یې لا ژوندې دي، تل یې ژوند ازاد تېر کړی، غلام پلوه او پردي پلوه خبرې نه شي زغملای،

غنی ! فکر نه کوم چې دغسې د غلامۍ او له شرم نه ډکه د افغانانو په نه خیر غولېدلې سوله به څوک درسره ومنې.

غنی ! په دې ښه اګا او سر خلاسی اوسه چې افغانان هیڅکله هم د بهرنیانو شتون نه شي زغملای، نه یې زغملای دي، نه به یې وزغمي، او په دې باندې مو پوره یقين او باور دی چې د بهرنیانو په شتون سوله نه شي راتلای.

غني ! مونږ افغانان رښتنې او اسلامی سوله غواړو، امن او سوکاله ژوند غواړو، زموږ ټولنه اسلامي ده، کفار نه شي زغملای، د بهرنیانو وتل او شړل غواړو.

د غني په داسې څرګندونو سره بیا د بې سرپرسته ملت او د مظلومو افغانانو هغه پټۍ شوي زخمونه بیا تازه شول.

تاسو وګورئ! کله چې هم طالبان سولې ته لږ لیولتیا، ژمنه، او خپل دریځ ښکاره کړي بیا ګډ حکومت پکې لغته ووهي، د ټولو افغانانو ارمانونه له خاورو سره خاورې کړي، د سولې لپاره یې تازه بېلګه درې ورځنی اور بند وه، په دې اوربند سره طالبانو او عامو افغانانو زیاته خواخوږي ښکاره کړه، ستر اومیدونه یې نور هم تازه شول چې سوله به راځي.

هو! دا هم منو چې غني هم د اوربند اعلان وکړو خو په آخر کې یې پکې لغته ووهله، د سولې او ثبات راوستلو لپاره یې د بهرنیانو شتون اړیڼ وښود ، خو دا خبره یې افغانانو ته دمنلو وړ نه ده.

زه په دې باندې پوره باوري یم چې ترڅو د وطن اشغال او د بهرنیانو شتون غځېږي همدومره به راڅخه سوله هم ورکېږي.

د سوکالې ارامې با امنې اسلامی سولې په هېله!

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close