پټې خبرې که د ناکامې جګړې لپاره تبليغات؟

تبصره

څه موده دمخه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو ګوښه کړل شوي قوماندان جنرال جان نیکولسن ويلي و چې له طالبانو سره پټې خبرې روانې دي. د هغو پټو خبرو پايلې تراوسه پورې څرګندې نه شوې او نه یې په اړه نیکولسن بيا رسنيو ته څه ويلي دي.

اوس په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزيرانو د غونډې پر مهال په افغانستان کې د ناټو استازی د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د غیررسمي خبرو د دوام خبر ورکوي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي، کورنلیوس زیمرمن، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د غیررسمي خبرو د دوام خبر ورکړی. ويلي یې دي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ غيررسمي خبرې روانې دي.

 د دې غيررسمي خبرو په نامه تبليغات، که نیکولسن کوي او که زيمرمن، موخه یې يواځې او يواځې د نړیوالو او افغان ولس ذهنيت بدلول دي، چې په افغانستان کې یې د جګړې د ناکامۍ پټولو لپاره کوي.

هغه يو شمېر رسنۍ چې دا ډول پوچ او له حقيقته لیرې تبليغات د خبرونو په شکل خپروي هغوی هم د امريکا او ناټو د تبليغاتي څانګې يوه برخه ده. که یې برخه نه وي، د شک پر بنسټ وايي چې ”يو شمېر طالب مشران“ غواړي له حکومت سره سوله وکړي، خو تراوسه پورې د دې ”يو شمېر طالب مشرانو“ هويت څرګند نه کړل شو.

طالب مشران يو خو غيررسمي او پټې خبرې نه کوي او بل هغه اشخاص هېڅ وخت د خپل ځان نه ګڼي چې په مرموز ډول له افغان حکومت سره خبرې وکړي. هغه خبرې او يا هغه څه چې طالبان یې کوي هيڅ وخت له افغان ولس او نړيوالو پټ نه وي.

ټول افغان ولس او نړیوال غواړي چې د خبرو له ليارې تلپاتې سوله رامنځته شي. سوله د يوه کاماب مقصد لپاره کېږي ځکه خو د سولې لپاره کاميابو خبرو ته اړتياوې هم ليدل کېږي. او د خبرو کاميابي هغه وخت لاس ته راځي چې د راتلونکي روښانه سباوون څرک پکې وليدل شي.

له افغان حکومت سره د طالبانو په خبرو کې د روښانه سباوون د څرک ليدنې شرايط امريکا له منځه وړي دي. امريکا نه غواړي افغانان د يو بل له ګرېوانه لاس وباسي. امريکا نه غواړي په افغانستان کې د وينو تويېدلو مخه ونيول شي، ځکه خو له يوې خوا په افغانستان کې د سولې د شرايطو برابرېدلو مخه  نيسي او له  بلې خوا غواړي د ناکامي جګړې د دوام لپاره له طالبانو سره د پټو خبرو او نورو پلمو تبليغاتو ته دوام ورکړي.

اوس يواځې افغانان نه بلکې نړيوال هم د افغانستان، عراق ،سوریې او په يو شمېر هغو هېوادونو کې چې ناامني پکې مخ په زياتېدو ده د تلپاتې سولې غوښتونکي دي. د وينو له بهېدلو له امريکا او اسراییلو پرته د ټولې نړۍ نفرت ورځ په ورځ زياتېږي. ټوله نړۍ غواړي په يادو هېوادونو کې چې ناامنۍ او جګړې پکې روانې دي سوله رامنځته شي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی، کورنليوس زیمرمن
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی، کورنليوس زیمرمن

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي، کورنليوس زیمرمن، چې له حکومت سره د طالبانو په اړه د پټو خبرو کومه وينا کړې، د هغو موخه د نیکولسن په څېر په افغانستان کې د جګړې په ناکاميو پرده اچول دي.

 طالبان هيڅ وخت پټې خبرې نه کوي. طالبانو ښکاره مقاومت پیل کړی او خبرې به یې هم ښکاره وي. هو، که يو څوک امريکا او ناټو د طالب د مشرانو په نامه نوموي او تېر ایستلي یې وي، هغه بيا نه طالب مشر دي او نه د افغان ولس نماينده، چې په افغانستان کې به د ١٧ کلنې جګړې په دوران کې پر شهادتونو، ټپونو، ويجاړیو، له کورونو په وتلو او ډول ډول مجبوريتونو سترګې پټوي او پټې خبرې به کوي.

دا ډول بې اساسه دعوې تل امريکا د خپلو ناکاميو د پټولو لپاره کړې او کوي یې. دا  پټې خبرې د ناکامې جګړې لپاره تبليغات دي، چې امريکا او ناټو ته پرته له دې نور څه ورپاتې نه دي. افغانان (طالبان) په ښکاره جګړه کوي او خبرې به یې هم ښکاره وي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close