پښتونه! دا حکومت ستاسې نه دی؟/ خوشال درانی

څو میاشتې وړاندې د حکومت کمانډويي ځواکونو د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ امنیه قومندان نظام الدین قیصاري ونیو، چې ورسره هم‌مهاله په شمال کې خلکو لاریونونه پیل کړل او د نوموړي د خوشې کېدو غوښتنه یې کوله. د شمال د پنځو ولایتونو ځینې دولتي ودانۍ وسوځول شوې، ښوونځي رخصت وو، لاریون کوونکو د سړکونو منځونو کې اورونه اچول، د امنیتي ځواکونو موټر یې وسوځولې، مرگ پر حکومت، مرگ پر اشرف غني او … شعارونه یې ورکول. حکومت هم د ناچارۍ له امله دوستم له ترکیې راوغوښت او د دوستم په امر قیصاري خوشې شو او ازبکان هم ارام شول.

د یوه نظام دعوه‌کوونکو د یوې عادي ولسوالۍ پر امنیه قومندان هم قانون پلی نه کړ او سهي سلامت یې رخصت کړ. داسې نظام چې تر شا یې ۵۲ هېوادونه ولاړ دي، هر کال ورسره میلیاردونه ډالر مرستې کېږي، زرگونه بهرني عسکر یې دلته مېشت کړي او شعار یې یوازې ډیموکراسي او افغانانو ته هوساینه ده.

پر هزاره‌گانو څو بریدونه وشول. حکومت پرې سم‌لاسي وسلې ووېشلې. دشت‌برچي کې یې ورته د اسانتیاوو رامنځته کولو ژمنې ورکړې، روغتونونه، ښوونځي، سړکونه، ۲۴ساعته برېښنا او د زده‌کړو لپاره یې بهر ته د استولو ژمنې هم ورکړې او په زه په پوره ډاډ سره وایم، چې ټولې به پوره کوي هم. ځکه هزاره په حکومت کې خپل خلک لري او غږ یې اورېدل کېږي. د ولسمشر دویم مرستیال هزاره دی، د اجراییه رییس دویم هم مرستیال هزاره دی، ایران ورسره پټې او ښکاره مرستې کوي او په نامه شیعه ته د ماسټرۍ او دوکتورا سندونه ورکوي. په سلو کې ۷۰سلنه هزاره‌گانو ماسټري په ایران کې کړي وي او په لوړ بستونو ټول همدوی مقرر دي.  حکومت لومړیتوب ماسټرۍ ته ورکوي او په خالي بستونو به هزاره‌گان ځکه مقررېږي، چې لوړې زده‌کړې یې بهر کې کړي او لېسانس پښتون باید څوکاله نور صبر هم وکړي.

تاجک مشرانو امریکا ته ډېره قرباني ورکړې او د دوی د راتگ لپاره یې شپې شوگیر کړي. قسیم فهیم، عطاء محمد نور، عبدالله عبدالله، امرالله صالح، احمدضیاء مسعود او لسگونه نورو مشرانو یې  د «سې اې ای» له جاسوسانو سره سرگردانه وخت تېر کړی. اتلس کاله پخواني خیرات‌خواره یې اوس میلیاردران دي. د نړۍ په مهمو هېوادونو کې یې بې‌شمېره کورونه دي، شتمني یې په بانکونو کې نه ځایېږي او که حالات لږ خراب هم شي، نو د ډېرو هېوادونو دروازې ورته پرانیستې دي. اوس خو مخ پر ودي هېوادونه هغو خلکو ته لومړی تابیعت ورکوي، چې ډېره شتمني ولري او پر خپله پانگه په هغه هېواد کې فابریکې جوړې کړي.

نیم حکومت له تاجکو سره دی؛ خو له نیمايي ډېر مخالفین هم تاجکان دي. نارنجي انقلاب، میلیوني لاریونونه(!) غرونو ته ختل او ټول نظام ته اخطار ورکول دوی ته ټوکې ښکاري. یو والي راپورته کېږي د ولسمشر حکم نه مني، شپږ میاشتې ولسمشر په پټه او ښکاره ناستې ورسره کوي، سر ورته سر توروي او د خواست په ژبه ورته وايي: وروره! نور ولایت پرېږده. والي له ولسمشر سره غټه معامله کوي، وزارتونه، ولایتونه، معینیتونه، سفارتونه او کونسلگرۍ ورسره مني او ولایت پرېږدي.

که په حکومت کې وو، نو حکومت رک روغ دی. فساد، اختلاس، رشوت، بې‌کاري… هېڅ ستونزه پکې نه ویني؛ خو که له دندې گوښه شول، بیا اشرف غني واجب القتل دی. فاشیست، قوم‌پال او… دی. له ولسمشر خو زړه پنځه کاله مخکې ویستل شوی. یوازې د حنجرې په زور خبرې کوي او د واک لپاره هرې معاملې ته تیار دی. کله له ازبکو سره اړیکې ښې کړي، کله تاجکان په غېږ کې ونیسي، کله هزاره‌گانو ته ولسوالۍ په ولایتونو بدلوي. که په پښتون هره بلا رانازلېږي کیسه کې یې نه دی؛ خو چې نور لږه‌کي ورنه خفه نه‌شي؛ ځکه ټاکنې رانږدې دي او ولسمشر رایو ته بیا اړتیا لري.

د امریکا له یرغل سره سم، د پولې دواړوو خواوو ته د پښتون نسل وژنې لړۍ پیل شوې. په اردو کې په سلو کې ۸۰ سلنه پښتانه ځوانان مري، له شمال پرته نور په ټول افغانستان کې د طالبانو په لیکو کې هم پښتانه مري، چاودنه او بمبار یوازې په پښتانه کېږي، زندانونه یوازې پښتنو ته جوړ شوي او اوس هم د ټول افغانستان په زندانونو کې د پښتنو شمېره له هر قوم ډېره ده. په پښتنو زندانیانو کې غله لس کسه نه‌شته او یوه لسیزه بند یې داسې تېر کړی وي، چې تراوسه یې گناه هم نه وي معلومه.

له نیمايي ډېر پښتانه ماشومان له زده‌کړو محروم دي. د پښتنو داسې ولایتونه هم شته، چې په کال کې یوازې ۱۲تنه له ښوونځیو فارغوي. پښتانه ولسمشران ایله دومره وکړي، چې یو دارالعملین ورته جوړ کړي او بیا احسان هم پرې کوي. پښتون ځوان چې ډېر زور ووهي ایله لېسانس شي، بیا څو کاله په دندې پسې لالهانده گرځي. غټه څوکۍ ورته د ښوونځي استاذي ورسېږي او د میاشتې د لسو زرو افغانیو لپاره سل زره رشوت ورکړي. خو په دې حالت کې بیا هم نه پرېښودل کېږي.

هلمند، ننگرهار، کندهار، پکتیا، میدان وردگ، فراه، پکتیکا، زابل او د پښتنو په ولایتونو کې هره شپه چاپې وي، هره اوونۍ پرې بمبار کېږي او په یوه ورځ یې په مړیو هدیرې ډکېږي؛ خو پښتون بیا د پاچا سلامتي غواړي او د خواخوږۍ یوه اعلامیه پرې هم نه خپرېږي.

ولسمشر د واورې ښویېدنې پېښه کې د نورو قومونو مړو شویو فاتحو ته ورځي، ملي ماتم پرې اعلانوي او له ارگ هر ساعت پرې یو اعلامیه خپرېږدي؛ خو په ننگرهار کې د شینوارو په قتل عام یې بیا غوږونه کاڼه کړي وي. په دومره واکمنۍ کې یې په یوه پښتون مېشته سیمه کې داسې پروژه ترسره نه کړای شوه، چې سل پښتانه ځوانان پکې یوه مړۍ روزي پیداکړي.

عبدالرشید دوستم، نظام الدین قیصاري او عطاء محمد نور په شمال کې د پښتنو بېخ د همدغه حکومت په وسلو وویست. په روزگان کې د حکیم شجاعي وسله‌والو ته یوازې پښتانه واجب القتل ښکاري، عبدالغني علي‌پور بیا په میدان وردگو کې پښتنو ته اجازه نه ورکوي، چې هزاره مېشتو سیمو ته ولاړ شي. یعنې دلته هره بلا د حکومت په مټ، د پښتون ولسمشر په واکمنۍ کې په پښتون راغورځېږي او پښتون هم ورته سینه پراخه کړې ده.

د افغانستان په اوسنۍ جغرافیه کې باید ټولو قومونو ته یو ډول حقوق ورکړل شي. د ټولو غږ باید یو رقم واورېدل شي او که د عدالت د پلي کېدو خبره وي، نو باید ټول ورته درناوی ولري. دلته دې په یوه قوم ظلم نه کېږي، د یوه قوم حق دې نه خوړل کېږي، یو قوم دې بې‌گناه نه وژل کېږي، هېڅ افغان ماشوم دې له زده‌کړو، روغتیا او له ژونده نه بې‌برخې کېږي. خو دا هم انصاف نه دی، چې پښتون سره دې ظلم له هر لوري کېږي او پښتون دې هېڅ غږ نه پورته کوي.

حکومت یو نامسوول وسله‌وال نیولی و؛ خو پلازمېنه کابل کې پر خلکو ژوند سخت شوی و، سړکونه یې تړل شوي وو، د پولیسو پوستې پکې وسوځول شوې او پر پولیسو د ډبرو او وسلو گوزارونه وشول. حکومت پرې ۴۸ پولیس ټپیان کړل او بیا یې بې له قیده او شرطه خوشې کړ. پښتون بیا هم د نظام د پایښت دعاوې کوي او زرکلن ته په دعاوو نه ستړي کېږي. له دومره ډېرو ناانډولیو سره ـ سره بیا هم پښتون معتصب دی، ترهگر دی،  زنداني دی، واجب القتل دی او په دې نړۍ د ژوند حق هم نه لري.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close