پکتياوال: که ولسشمر کړې ژمنې پوره نه کړي، ټاکنو کې ګډون نه کوو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۱۲)

د پکتيا ولايتي شورا، قومي مشران او ځوانان وايي، که د ولسمشر غني له لوري ورسره کړې ژمنې پوره نه شي دوی به راتلونکې ولسمشريزې ټاکنې تحريم او ګډون به پکې ونه کړي.

د پکتيا ولايتي شورا وايي، اشرف غني د انتخاباتي کمپاين په لومړيو کې دغه ولايت سره ګڼې ژمنې کړي خو تر اوسه يې هم په تيرو څو کلونو کې کومه لويه پروژه نه ده عملي کړې.

دغه راز قومي مشران يې وايي، چې د دغه ولايت د پوهنې، روغتيا او د سړکونو د خرابوالي په برخه کې ګڼې ستونزې موجودې دي چې ولمشرغني له لوري ورسره د يادو ستونزو د پوره کولو ژمنې شوې خو يوه هم نه پلې شوې.

دوی وايي، د پکتيا د مچلغو بند لا هم هماغسې وران ويجاړ پروت دی، د څمکنيو او جانې خيلو، زرمت او اریوب ځاځيو هغه سړکونه چې ژمنې يې ترسره شوي خو عملي شوې نه دي چې ولسونه په سخت کړاو دي.

د ولايتي شورا غړي وايي، په پکتيا کې د اقتصادي اسانتياوو برابرول، د دغه ولايت د کدرونو ګمارل او د اشرف غني له لوري له ولس سره لاسليک کړې پروژو نه عملي کولو په صورت کې به دوی د ارګ مخې خيمې ووهي او اعتراضونه به پيل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسشمر غني ولايتونو ته د سفرونو په لړ کې نن د پکتيکا ولايت ته تللی او هلته يې د ولايت د مقام د نوې ودانۍ د پرانيستې تر څنګ له لوړپوړو پوځي مسوولینو سره کتلي دي.

نوموړي په وروستيو کې ځينې ولايتونو ته سفرونه وکړل چې شنونکي يې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته د بيا ځلې انتخابېدو کمپاین بلي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close