پکتيا خلک: نوی والي زلمی ويسا د يوې معاملې پر اساس ټاکل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ليندۍ ۶) الماس خدرخېل

د پکتيا ولايت يو شمير قومی مشران، مدني فعالان او د دغه ولايت اوسېدونکو د ګډ حکومت له خوا د نوي تاکل شوي والي زلمي ویسا له ټاکل کېدو سره مخالفت ښودلی.

نوموړی تېره ورځ د ګډ حکومت له خوا د پکتيا د نوي والي په توګه اعلان کړی شو.

د دغې ولايت قومي مشران او فعالان تور پورې کوي، چې نوموړی والي د شخصي ګټو په خاطر په کابل کې د ځينو کړيو له خوا دغې ولايت ته لېږل شوی دی.

په دې اړه قومي مشرحضرت محمد کوچي وويل : (( موږ د نوي او زوړ والي په مقرريدو باندې کومه نيوکه نه لرو، بلکې دا وايو هر څوک چې مقرريږي بايد د پکتيا والو په خوښه وټاکل ش)).

مدني فعال احمد جان بيا وايي، چې نوی والي يو نظامي او له ډلو ټپلو سره تړلی کس دی چې وروسته به د پکتيا خلک ورسره په ستونزه کې وي، خو ښه به دا وي چې سر له اوسه يې ولسمشر په بيرته لرې کولو کې ګام واخلي .

د دغه ولايت اوسېدونکي وايي، که د دوی غوښتنه ونه منل شي نو نوی ټاکل شوی والي به پکتيا ولايت ته نږدې ورپرېنږدي.

يو بل قومي مشر جنت خان منګل وايي  چې مرکزي ادارې دپکتيا والو زيات حقونه خوړلي، نوموړی زياتوي، چې نوی والي يو نظامي کس دی، نو څنګه به وکولای شي چې ملکي ادارې کنټرول کړي، خو  معلومه خبره ده چې د يوې معاملې پر اساس ټاکل شوی او مونږ يې نه منو.

د ګډ حکومت مشرانو تر اوسه د پکتياوالو  د دې غبرګون اړوند څه نه دي ویلي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close