پکتيا: هوايي بريد کې څلور ملکي وګړي وژل شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۱۹)

د پکتيا ولايت په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې د ملکي خلکو پر موټر د هوايي بريد په ترڅ کې څلور کسان وژل شوي دي.

د سپوږمۍ راډيو د راپور له مخې، دغه بريد د يادې ولسوالۍ مربوط په خوزې خېلو سيمه کې د ملکي خلکو پر موټر شوی دی.

یو تن ځايي اوسېدونکي او مدني فعال جمال الدين اصف ويلي، چې بريد نن غرمه مهال شوی چې په پر مهال يې دوه ميرمنې او دوه نارينه وژل شوي دي.

حکومتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

بايد وويل شي، چې په وروستيو کې افغان او امریکايي ځواکونو هوايي بريدونه او شپني عمليات زيات کړي چې تر ډيره پکې ملکي خلک په نښه کېږي او هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوړي خو د بشري حقونو اړوند ادارې او چارواکي يې د مخنيوي په اړه هيڅ غږ نه پورته کوي.

د يادونې ده، چې وړمه شپه هم افغان ځواک صفیریک قطعې د ننګرهار خوګياڼو ولسوالۍ مربوط په ټټنګ سيمه کې د عملياتو پر مهال درې تنه ملکي وګړي د اوبه خور پر مهال په ډزو وويشتل او ووژل شول.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close