پکتيا والي: طالبان نور مه نیسئ، ځای پرځای یې وژنئ

د پکتیا ځایي چارواکي او قومي مخور د والي له خبرو نا خوښ ښکاري او وایي چې والي غواړي په دې ډول غیر مسؤله خبرو سره د دې ولایت نسبي امنیت هم ترګواښ لاندې راولي.

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۳۰)

د پکتیا والي شمیم خان کټوازي نن په مرکز ګردیز کې یوې غونډې ته په وینا کې خپلو ټولو امنیتي ځواکونو ته حکم وکړ، چې نور دې طالبان محبسونو ته نه راوړي او د جګړو په ډګرونو ، شپنیو چاپو او دغه راز په نورو ځایونو کې یې باید له نیولو سره سملاسي ځای پر ځای وژني.

نوموړي چې د دې ولایت د نوي امنیې قوماندان مل پاسوال راز محمد مندوزي د معرفي په غونډه کې خبرې کولې وویل

“که هدایت یې بولئ او که هر څه یې بولئ، خبره داده چې د خپل هر سرباز غچ ډبل واخلئ او خپله خاوره وساتئ دوښمن مطلق له مابین یوسئ او ماته چې بیا څوک کښې نه ني چې په قضا او څارنوالي کس بندي نیولی و طالب مې نیولی و له سلاح سره او دی راخلاص شو، هغه ځای ته یې مه لېږئ خپله یې کار ور وکړئ“

کټوازي زیاته کړه، طالبانو ته یې څو وارې د سولې بلنه ورکړې خو هغوی رد کړې او نور باید پر هغوی هیڅ راز رحم ونه شي

“طالب زمونږ دوښمن هم ده زمونږ د هېواد دښمن هم ده له هغه سره نور رحم خلاص شوی په هغه به نور رحم نه کوئ، چې څوک دلته په امنیتي ځواکونو باندې پیر کوي هغوی باید همالته ووژل شي“

نوموړي د زرمت په پیښه کې وژل شوي ملکیان هم وسلوال طالبان وبلل او زیاته یې کړه چې په تیرو ۳۵ ورځو کې یې په دې ولایت کې ۲۳۵ وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې.

شمیم خان کټوازی چې ځان د ولسمشر غني له ملاتړ څخه برخمن بولي وویل، د مرکزي حکومت په ګډون ټول نړیوال ځواکونه ورسره ملګري دي او د هغوی له ځمکني او هوایي ملاتړ څخه په استفادې سره به په دې ولایت کې د وسلوالو مخالفینو ریښې له بیخه وباسي.
د پکتیا ځایي چارواکي او قومي مخور د والي له خبرو نا خوښ ښکاري او وایي چې والي غواړي په دې ډول غیر مسؤله خبرو سره د دې ولایت نسبي امنیت هم ترګواښ لاندې راولي.

دوی وایي

“والي د خپل شهرت غم اخیستی،د طالب د ختمولو پروژې ډیرې تطبیق شوې چې ولسونو یې دګټې پر ځای لوړ تاوان پرې کړ “

کټوازی داسې مهال داخبرې کوي چې تیره ورځ د پکتیا د زرمت د لویې لارې ګڼې امنیتي پوستې د وسلوالو طالبانو لاسته ولویدې او په دې توګه د طالبانو د نفوذ ساحه د پکتیا د مرکز تر درۍ کیلو مترۍ پورې را لنډه شوه.
دا لومړی ځل نه دی چې یو والي داسې توندې او له سخت دریځې ډکې څرګندونې کوي، تر دې وړاندې هم په ځینو ولایاتو کې ځایي چارواکو دا ډول دریځونه نیولي، چې وروسته یا له خپل دریځ څخه اوښتي او یا یې هم د دا ډول ګواښونو لوړه بیه پرې کړې.

 

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close