پکتيا: په لجه منګل ولسوالۍ جګړه روانه ده- اته پوليس وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۱۴)

چارواکي وايي، طالبانو تېره شپه د پکتيا ولايت به لجه منګل ولسوالۍ بريد کړی چې دواړو غاړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پکتيا امنيه قومندان راز محمد مندوزی وايي، طالبانو له پرون ماذيګر راهيسې پر ولسوالۍ او دفاعي پوستو بریدونه پيل کړي دي.

د مندوزي په وينا، په دې نښتو کې اته عسکر او څوارلس وسله وال وژل شوي دي.

نوموړی وايي، په سيمه کې مخابراتي شبکې کار نه کوي ښايي اوښتي تلفات تغير وکړي.

د پکتيا د ولايتي شورا غړی تاج محمد منګل بيا وايي، طالبانو يوه پوسته نيولې، شپږ عسکر وژل شوي او څلور نور سخت ټپيان دي.

د منګل په وينا، طالبانو پر ولسوالۍ له نږدې بريد کړی چې لا هم د دواړو خواو تر منځ نښته روانه ده.

امنيتي مسوولين وايي، د جګړې سيمې ته تازه دمي سرتيري استول شوي دي.

يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي، په دغه بريد کې د لجه منګل د ملي امنيت مدير او له لسو زيات عسکر وژل شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close