پکتيا کې اتلس پوليس طالبانو سره يوځای شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۷)

د پکتيا ولايت په احمدخيلو ولسوالۍ کې اتلس تنو دولتي عسکرو دندې پرېښي او طالبانو سره يوځای شوي دي.

دغه عسکر تېره ورځ طالبانو ته ورغلي او د هغوی امن کارتونه يې ترلاسه کړي دي.

طالبان د خبرپاڼې په خپرولو سره د يادو عسکرو ورتلل تاييدوي وايي، یاد اتلس عسکر چې د دولت په بېلابېلو نظامي لیکو کې يې دندې کولې د دوی د دعوت او ارشاد کمېسيون په هلوځلو وسلې ايښودو او دندې پرېښودو ته هڅول شوي دي.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې د تسليم شويو عسکرو نومونه خپاره کړي دي.

طالبان د دولتي منسوبينو، چارواکو او پوځي کسانو لپاره د “دعوت او ارشاد، جلب و جذب” په نوم ځانګړی کمېسيون لري چې دولتي کسان له بېلابېلو لارو په استفادې دېته هڅوي چې خپلې دندې خوشې کړي.

 سيمه ييز امنيتي مسئولين هم مني چې په وروستيو کې په ياده ولسوالۍ کې يو شمير  نظامي منسوبينو خپلې دندې پرېښې دي.

شاوخوا څلور ورځې مخکې هم د يادې ولسوالۍ څخه طالبانو ته د شپاړلس تنو عسکرو د تسليميدو خبرو ورکړل شوی و.

طالبانو ويلي، د يادو عسکرو په تسليمېدو سره په تېرو څو ورځو کې د احمدخيلو ولسوالۍ مربوط د تسليم شويو عسکرو شمير له پنځوسو زيات دی او لا هم دغه لړۍ روانه ده.

طالبان د پکتيا ولايت د څمکني، احمد اباد، ډنډ پټان، جاني خيل او احمد خيلو ولسواليو سربيره په ګڼ شمير نورو ولسواليو هم پراخ نفوس لري او د دغه ولسواليو عسکر دېته هڅوي چې د طالبانو ليکو ته ورشي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close