پکتيا کې شپاړلس پوليسو دندې خوشې کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۴)

د پکتيا ولايت په احمدخيلو ولسوالۍ کې شپاړلس تنو دولتي عسکرو دندې پرېښي او طالبانو ته اوښتي دي.

طالبانو د خبرپاڼې په خپرولو سره د يادو عسکرو ورتلل تاييدوي وايي، دغه عسکر د دوی د عوت او ارشاد کمېسيون په هلوځلو وسلې ايښودو او دندې پرېښودو ته هڅول شوي دي.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې د تسليم شويو عسکرو نومونه هم خپاره کړي دي.

ويل کېږي، دغو کسانو د دولت په بېلابېلو ملي اردو، پوليسو، اربکيانو ليکو کې پوځي دندې لرلې.

طالبانو د دولتي منسوبينو، چارواکو او پوځي کسانو لپاره د “دعوت او ارشاد او جلب جذب” په نوم ځانګړی کمېسيون لري چې دولتي کسان له بېلابېلو لارو په استفادې دېته هڅوي چې خپلې دندې خوشې کړي يا د طالبانو ليکو سره يوځای شي او يا خپله زندګي وکړي.

 که څه هم دولتي چارواکو په رسمي ډول د يادو پوليسو طالبانو ته د تسليمېدو په اړه څه نه دي ويلي، خو سيمه ييز امنيتي مسئولين وايي چې په احمدخيلو ولسوالۍ کې يو شمير پوليس چې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې يې دندې لرلې خپلې له دندو لاس په سر شوي دي.

د پکتيا ولايت د څمکني، احمد اباد، ډنډ پټان، جاني خيل او احمد خيلو ولسواليو سربيره په ګڼ شمير نورو ولسواليو هم پراخ نفوس لري او وخت ډير کله پر دولتي پوستو او لویو پوځي کاروانونه بريدونه کوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close