پکتيکا او زابل کې عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۱)

د زابل په مرکز کلات او د پکتيکا په خوشامند ولسوالۍ کې طالبانو د دولتي ځواکونو په پوځي مرکزونو بريدونه کړي چې د ځايي سرچينو په وينا عسکرو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د زابل امنيتي مسوولين وايي، طالبانو تيره شپه د مرکز کلات ښار او د شينکۍ ولسوالۍ تر منځ د سره غره د ډب کوتل په سيمه کې په يوه قرارګاه بريد کړی چې په ترڅ کې يې شپاړلس پوځيان او دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.

د زابل امنيتي سرچينو ويليو طالبانو له یادې قرارګاه څخه د امنيتي عسکرو وسلې، مهمات او نور وسایط هم له ځان سره وړي دي.

د زابل د امنيت امر سمونوال غلام جیلاني فراهي د يادې پيښې په اړه بې خبري ښودلې زیاتوي چې د کلات شینکۍ تر منځ لاره پرانيستې ده او امنيتي سرتيري ځای پرځای شوي دي.

خو ځايي وايي، نن څلورمه ورځ ده چې د زابل له شهرصفا ولسوالۍ څخه تر شاجوی ولسوالۍ پورې د کابل- کندهار لويه لاره د طالبانو تر واک لاندې ده او امنيتي ځواکونه نه شي کولی چې تګ راتګ وکړي.

په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو وياند تورن محمد صادق عیس وايي، د افغان او بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې پنځلس طالبان وژل شوي او دولس ټپيان دي خو طالبانو خپل لوري ته دغه تلفات نه دي تاييد کړي.

له بله پله نن سهار د پکتيکا ولايت څخه راپورونه ورکول شول چې طالبانو د خوشامند ولسوالۍ په بشپړه توګه نيولې او پکې عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین هم پر خوشامند ولسوالۍ بريد تاييدوي په وينا يې په دغه جګړه کې د امنيتي ځواکونو تر څنګ طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د خوشامند په جګړه کې د امنيه قومندان په شمول يوولس عسکر وژل شوي، شپږ ژوبل دي، شپږ ژوندي نيول شوي زیاتوي چې په ټوله جګړه کې دوه تنه طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د مجاهد په وينا، په خوشامند کې يو ټانګ، یو رینجر او په زياته اندازه وسلې او مهمات د طالبانو لاسته لوېدلي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close