پکتيکا: د جانيخيلو ولسوالۍ ولسوال وژل شوی دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۶) نن ماذيګر مهال د پکتيکا ولايت د جاني خيلو ولسوالۍ ولسوال محمد نعيم په وسله وال برید کې وژل شوی دی.

د پکتيکا د والي ویاند محمد رحمن ایاز د نوموړي وژل کېدل تاييدوي په خبره يې محمد نعيم کټوازی د خيرکوټ ولسوالۍ مربوط سيمه کې د موټرسيکل سپرو وسله والو تر بريد لاندې راغلی او ځای پر ځای وژل شوی دی.

د اياز په خبره، نعيم کټوازی د جانيخيلو ولسوالۍ برحاله ولسوال و چې اوس مهال په خيرکوټ ولسوالۍ اوسېده.

د جانيخيلو ولسوالۍ امنیتي سرچينې وايي، محمد نعيم کټوازي له تېرو اتو کلونو راهيسې د یادې ولسوالۍ د ولسوال په توګه دنده کوله.

 د برید مسؤليت طالبانو منلی او  ویاند يې ذبيح الله مجاهد په خپله رسمي ټویټرپاڼه ليکلي: ” د جانيخیلو ولسوالۍ لپاره د کابل ادارې ولسوال ( نعیم) د مجاهدینو په یوه برید کې ووژل شو، تفنګچه يې هم ونیول شوه”.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close