پکتيکا: طالبانو ۳ ټانګونه ويجاړ کړي، څوارلس عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ليندۍ۴) الماس خدرخېل

د پکتيکا ولايت اورګون ولسوالۍ اړوند مڼې کنډو په سيمه کې د پوليسو او طالبانو تر منځ نښته کې لږ تر لږه ۱۱ دولتي سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

يوې امنيتي سرچينې کابل ټکی کام ته ويلي، چې نښته د يادې ولسوالۍ مڼې کنډو په سيمه کې تېره شپه لس بجې رامنځته شوې ده، سرچينې د تلفاتو په اړه مالومات ورنکړل.

بل پلو د وسلوالو طالبانو له لوري په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په ياده سيمه کې د دوی د ځواکونو له لوري په پوليسو او اربکيانو وسلوال بريد شوی، چې له امله يوه شوبله په ماين الوزولې او او دوه نور ټانګونه يې په مخامخ جګړه کې له منځه وړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په ياده جګړه کې يې ۵ دولتي سرتيري وژلي او ۶ نور ټپيان کړي هم دي.

طالبان وايي، چې په دې جګړه کې يې خپل يو ملګری هم ژوبل شوی دی.

طالبانو په نوموړې خبرپاڼه کې د پکتيکا ولايت د سرحوضې ولسوالۍ اړوند سندرخېلو په سيمه کې په اربکيانو د بريد خبر هم ورکړی او ويلي يې دي، چې یاد اربکيان له سيمې نه د تېرېدو په حال کې و، چې د دوی د وسلوالو له لوري ورباندې بريد ترسره شو.

خبرپاڼه کاګي، چې په دې بريد کې يې د اربکيانو رنجر موټر ویجاړ کړی او د ۱ اربکي د وژلو په ګډون يې ۲ نور ټپيان کړي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close