پکتيکا: طالبان وايي د خوشامند ولسوالۍ يې نيولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۱)

تيره شپه طالبانو د پکتيکا ولايت په خوشامند ولسوالۍ بريد کړی چې پکې لسګونه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبان وايي، د تيرې شپې په جګړه کې يې د خوشامند ولسوالۍ په مکمله توګه نيولې چې تر څنګ يې ګڼ شمير عسکر وژل شوي او په زياته اندازه وسلې او مهمات د طالبانو لاسته لويدلي دي.

سيمه ييز امنيتي مسوولين د ولسوالۍ سقوط تاييدوي خو تر اوسه يې د اوښتي زيان په اړه معلومات نه دي ورکړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close