پکتيکا ولايتي شورا: ګيان ولسوالۍ او اومنې ولسوالۍ طالبانو نيولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲)

د پکتيکا ولايتي شورا وايي، د دغه ولايت د ګيان ولسوالۍ په کامله توګه طالبانو نيولې او د اومنې ولسوالۍ ځينې سيمې چې د حکومت سره وې هغه يې هم له لاسه وتلي او دا مهال دواړه ولسوالۍ د طالبانو لاسته لوېدلي دي.

د ولايتي شورا رئيس بختيار ګل همت وايي، د ګيان ولسوالۍ سربيره نن سهار د اومنې ولسوالۍ د ځواکې سيمه کې چې ځينې پوستې يې له دولتي ځواکونو سره وې سقوط شوي او دا مهال ټوله ولسوالۍ د طالبانو لاسته لوېدلې ده.

خو د پکتيکا د امنيې قومندانۍ وياند شاه محمد آرين وايي، تر دې دمه ولسواليو سقوط نه دی کړی او په سيمه کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ نښتې روانې دي.

د شاه محمد په وينا، په دغه نښتو کې تر اوسه څلور عسکر وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي او يوويشت طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په عين حال کې د ولايتي شورا منشي عبدالجليل خروټی هم يادې نښتې تاييدوي وايي، د دغه ولايت په څو ولسواليو کې جګړه روانه ده چې تر دې دمه درې پوستې سقوط شوي دي.

نوموړی وايي، د يادو ولسواليو سربيره په ارګون، وړممې، وازې خوا ولسواليو کې هم جګړه روانه ده چې په ترڅ کې يې ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې او که بيړنۍ مرسته ونه شي ښايي يادې ولسوالۍ له سقوط سره مخ شي.

طالبانو تر اوسه خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي خو په يوې خبرپاڼه کې يې ويلي چې ګيان ولسوالۍ زياتې سيمې له ډيرې مودې راهيسې د دوی تر ولکې لاندې وې زياتوي تېره شپه د يادې ولسوالۍ له مربوطاتو څخه د دولتي ځواکونو يواځينۍ قرارګاه او دوه پوستو تېښته کړې او یاده سيمه د طالبانو تر ولکې لاندې راغلې ده.

خبرپاڼه کې راغلي، په ياده قرارګاه او پوستو کې دوه رينجر موټر او په زياته اندازه وسائل د طالبانو لاسته لوېدلي دي.

طالبان وايي، د ګيان ولسوالۍ ټولې سيمې لا له پخوا د دوی تر واک لاندې وې خو د دغه پوستو او قرارګاه په وتلو سره اوس نوموړې ولسوالۍ په بشپړه توګه د دوی تر واک لاندې راغله.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close