پکتيکا کې نوولس عسکر طالبانو ته تسليم شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۱۸)

 د پکتيکا ولايت په درېيو ولسواليو کې نوولس عسکرو خپلې دندې پرېښي او طالبانو ته تسليم شوي دي.

طالبانو کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼې کې ويلي، په وازيخوا، خيرکوټ او وړممۍ ولسواليو کې نوولس عسکر چې په پوليسو او اربکيانو کې يې دندې کولې د دوی د “دعوت او ارشاد کمېسيون” په هڅونه دندو پرېښودو ته اړ شوي دي.

خبرپاڼه کې د تسليم شويو عسکرو نومونه هم په ډاګه شوي وايي، چې پنځه تنه د پکتيکا په مرکز، څلور تنه په وازيخوا او درې تنه په خيرکوټ ولسوالۍ کې طالبانو ته تسليم شوي دي.

دغه راز طالبانو له خيرکوټ ولسوالۍ څخه هم د اوو تنو عسکرو د تسليمېدو خبر ورکړی دی.

تر اوسه معلومه نه ده چې تسليم شويو عسکرو له ځان سره طالبانو ته وسلې وروړي دي که نه خو تر دې وړاندې هم د ياد کمېسيون په هڅونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې سلګونه عسکرو خپلې دندې خوشې کړي او طالبانو ته تسليم شوي دي.

طالبانو د تسليم شويو دولتي چارواکو او نظامي کسانو لپاره د “دعوت او ارشاد” په نوم کمېسيون جوړ کړی چې وخت ناوخت ورته د دولت ملکي او نظامي منسوبين تسليميږي او د دوی له خوا ورته ځانګړي کارتونه ورکول کېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close