پکتيکا: ګډو ځواکونو عملياتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون يوويشت ملکيان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۱۵)

د پکتيکا ولايت په ګيان ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو عملیات کړي چې پر مهال يې عامو خلکو ته ګڼ مالي او ځانی زيانونه اوښتي دي.

سيمه ييزې باوري سرچينې وايي، چې په دغه عملياتو کې نږدې شل ملکيان وژل شوي خو طالبان وايي د عملياتو پر مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون ټول يوويشت ملکيان وژل شوي دي.

د ځايي اوسېدونکو په وينا، د افغان او امريکايي ځواکونو په ګډو عملياتو کې د ګيان ولسوالۍ بازار د ټولو دوکانونو دروازې ماتې شوي- چور شوي او په بمونو الوزول شوي زياتوي چې  د عامو خلکو کورونه پلټل شوي پيسې او قيمتي توکي يې له ځان سره وړي دي.

د ګيان اوسېدونکي او طالبان وايي، په دغه عملیاتو کې د پنځو مېرمنو او درې ماشومانو په شمول يوويشت ملکي وګړي په ډزو وژل شوي دي.

ويل کېږي، د يادې ولسوالۍ په سړاوتي کلي کې د ګل احمد په نوم د يوه کور پنځه ښځې او درې ماشومان وژلي او کور يې ورته په مکمله توګه په بمونو الوزولی دی.

په وروستيو کې د ګډو ځواکونو عمليات زيات شوي چې تر ډيره پکې ملکي ميشت ځايونه او د عامو خلکو کورونه په نښه کېږي او هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوړي خو د ګډ حکومت چارواکي يې په اړه چوپ دي.

دوه اوونۍ مخکې د مشرانو جرګې وويل، چې دوی په هېواد کې د شپنيو عملياتو او چاپو د بنديدو په اړه غوښتنه کوي خو حکومت يې هيڅ غږ نه اوري.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close