پکتيکا: ګډو ځواکونو نکې ولسوالۍ کې ملکيانو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۸)

تيره شپه د پکتيکا ولايت په نکه ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو عملیات کړي چې پر مهال يې ملکي وګړو ته درانه مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

د نکې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، افغان او امریکايي عسکرو د يادې ولسوالۍ د بازار سربيره پر څلورو (صدق، نورکۍ، سره کلا او بازک) کليو عمليات کړي چې په ترڅ کې يې د يو شمير کورونو دروازې په بمونو الوزولي دي.

ځايي سرچينې وايي، په دغه عملياتو کې ټول اووه تنه وژل شوي چې دوه زده کوونکي دي اوپه صدق کلي کې يو کور په بمونو الوزول شوی چې دوه تنه پکې وژل شوي زياتوي په نورکۍ کلي کې هم د يوه ډاکټر په ګډون درې تنه وژل شوي او د يادو کليو پنځه تنه نور عسکرو له ځان سره وړي دي.

د نکۍ ولسوالۍ بازار ته نږدې اوسېدونکي وايي، بهرنيو او داخلي عسکرو د بازار څلوېښت دوکانونه به بمونو نړولي او د له یادو دوکانو څخه يې قيمتي شيان هم وړي دي.

ځينې سرچينې په ياده ولسوالۍ کې د اوښتو تلفاتو او مالي زیان شميرې زياتې ښيي خو طالب وياند ذبیح الله مجاهد وايي په خپله ټويټر پاڼه د اوو تنو ملکي خلکو وژل کېدل او د نکې ولسوالۍ د لسګونو دوکانونو نړول تاييد کړي دي.

د يادونې ده، چې تېره شپه د غزني په واغظ ولسوالۍ کې هم د شپنيو عملياتو پر مهال د مدرسې اووه زده کوونکي د ګډو ځواکونو په ډزو وژل شوي او یو شمير نور يې له ځان سره د بنديانو په توګه وړي دي.

په وروستيو کې په هېواد کې د ګډو ځواکونو د مخ پر زياتېدونکو شپنيو عملياتو پر مهال ملکي وګړي په نښه کېږي چې هغوی ته پکې درنه مرګ ژوبله اوړي خو د کابل حکومت چارواکي په اړه هيڅ نه وايي.

تر دې مخکې د مشرانو او ولسي جرګې ځينې غړو ويلي و چې حکومت يې د شپنيو عملياتو په تړاو هيڅ غږ نه اوري چې له کبله يې ښايي د حکومت او اولس تر منځ واټن نور هم زيات شي او خلک وسله وال پاڅون ته مجبوره شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close