پکتیا:قومي مشرانو د ناسمو رواجونو د مخنیوي پریکړه کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۱)

د پکتیا په مرکز ګردیز کې قومي مشرانو او مخورو د ناسمو او غیر شرعي دودونو او رواجونو د مخنيوي تړون کړی.

د تړون تر مخه، د لوړ ولور د اخیستلو، په ودونو کې د زیاتو مصارفو په ګډون ټول ناسم دودونه چې په ټولنه کې روان دي دي ،باید منع شي.

په دغه ۴۳ مادییز پریکړه لیک کې راغلي که هرچا یاد تړون ته ژمنتیا نه درلوده د نغدي جریمې په ګډون به نور ټولنیز فشارونه هم ورباندې وضع کړي.
په یاد پریکړه لیک کې مروج ولور چې له ۵۰۰ تر ۹۰۰ زره افغانیو و، درې سوه زره (300000) افغانۍ ټاکل شوی.
دغه راز ، په بدو کې د نجونو ورکولو مطلق ممنوع ګرځول شوي او په ودونو کې د زياتو لګښتونو، ډاليو او ډزو مخنيوی هم په کې شوی دی.
خو عام خلک دې تړون ته کومه خاصه خوشبیني نه لري، د مرکز ګردیز ځایي اوسیدونکي وایي، په خوا هم دا ډول تړونونه شوي ، چې نه یواځې دا چې عملی نه شول بلکې مخالفتونه یې هم راپارولي دي ،آن تر دې چې لومړی همدا تړونونه د مشرانو له خوا نقض شوي دي .

پکتیاوال وایی، تر څو چې طالبان یا هم حکومت په ریښتینې توګه د یاد تړون څارنه او ملاتړ ونه کړي، د قومي مشرانو پریکړې هیڅ کوم اغیز نه لري.
د یادونې وړ ده چې طالبانو څو کاله وړاندې د پکتیا په تر ټوله لویه ولسوالي “زرمت“ کې د ناوړه دودونه پر خلاف پریکړه کړې وه، چې لا هم ولسونه ورته ژمنتیا لري او عملي بڼه یې خپله کړې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close