پکتیاوال: ولسمشر په خالي ژمنو وغولولو او هیڅ پروژه نه ده پیل شوې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۵)

د پکتیا ولسونه، قومی مشران او د ولایتي شورا غړي وایی، چې دې ولایت ته د ولسمشر غني ټولو سفرونو نمایشي او تبلیغاتي بڼه درلوده او له بریښنا پرته چې د دې ولایت تر مرکزه رسیدلې، نور هیڅ ژمنه نه ده عملي شوې.

په ګردیز ښار کې مدني فعالانو رسنیو ته ویلي، د ګردېز او دوو ولسواليو پر ماسټر پلانونو کار نه دی شوی، د پوليسو تشکيل، د امنيتي حوزو فعالول، پکتيا ته واقعاً د لومړۍ درجې د امتيازاتو ورکول او نور ډېری کارونه چې ژمنه یې شوې وه، تر اوسه د کاغذ پر مخ پاتې دي.

دوی زیاتوی، ولسمشر له پکتیاوالو سره ژمنه کړې وه چې د ګردېز حلقوي سړک کار به پیلوي ، د یو لوی میلمستون جوړولو او د څلوېښت بابه ښوونځيو د ودانۍ د رغولو، دغه راز د بالاحصار د بیا ترمیم او د کرکټ بورډ له خوا د زون په کچه د لوبغالي او اکاډميو د جوړولو ژمنې لا هم د خوب لیده پاتې دي.

پکتیا میشتي وایی، چې اشرف غني د ګردیز – زرمت د سړک د پخولو وعده هم ورسره کړې وه چې لا یې هم څرک نه لګیږي.

ولسمشر غني ګردېز ته په وروستي سفر کې دصنعتي پارک، د امنيې قوماندانۍ ودانۍ او د مامورينو ښارګوټي پروژې پرانيستې، خو د شاوخوا څلور مياشتو په تېرېدو يې لا هم عملي چارې نه دي پيل شوې
د پکتیاوالو لپاره د هر ولسمشر له خوا لویه ژمنه د مچلغو د بند جوړول دي چې د دې ولایت د خلکو په وینا، اړوند شرکت په درېیو کلونو کې د دغه بند د جوړولو ژمنه کړې، چې لا تر اوسه د دغه بند د سروې لس سلنه چارې هم نه دي ترسره شوې.
دوی زیاتوی، که حکومت د امنیت ستونزه جدي نیسي، نو هغو سیمو کې هم هیڅ پروژه نه ده پیل شوي چې کاملاً امنې دي.

د پکتیا د ولایتي شورا غړی وایی، دولت بايد نور ولس ته د دروغو وعدې ورنه کړي او کله چې يوه پروژه ځنډېږي ولايتي اداره مکلفه ده چې ولس ته په ډاګه ووايي چې په دې پروژه کې دا مشکل راغلی، څو ولس ورسره مرسته وکړي.
د دوی په خبره، که حکومت غواړي په ژمي د پروژو پیل وکړي، نو دا ځکه شونې نه ده چې دلته په ژمي کې هیڅ کار نه شي ترسره کیدلی.
په ورته وخت کې د پکتیا والي بیا دا ګیلې مني خو زیاتوي چې د ځینو پروژو چارې به په لنډ وخت کې پیل شي

د نوموړي په وینا “ راتلونکې اوونۍ کې به د احمدخېلو ــ اريوب ځاځي سړک چارې عملاً پيل شي، اسفالټ شوى سړک دی، بوديجه ورته منظوره شوې او کمپنۍ معلومه ده، په راتلونکو لسو ورځو کې به د څمکنيو ــ جاني خېلو او د ګردېز ښار حلقوي سړک يوه برخه اعلان ته ولاړه شي او هڅه مو دا ده چې په راتلونکو لسو ورځو کې د زرمت پر سړک عملاً کار پيل کړو“
دا لومړی ځل نه دی چې ولسونه د ولسمشر غني وعدې تبلیغاتي او بې اساسه بولي، تر دې وړاندې ګڼو ولایتونو ته چې نوموړي د خپل سفر په ترڅ کې کومې ژمنې کړې یواځې ۱۰ سلنه هم نه دي عملي شوې.
د ولسي جرګې غړو په وار وار ویلي، چې ولسمشر له دولتي وسایلو څخه په استفادې یواځې د راتلونکو انتخاباتو لپاره د کمپاین کولو هڅې کوي او له ولسونو سره ټولې شوې ژمنې تر کاغذ پورې محدودې دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close