پکتیا او بدخشان کې ۳۰ تنه امنیتي منسوبین له طالبانو سره یو ځای شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۹)

راپورونه وایي چې د پکتیا په احمدخیلو _ځاځي اریوب او د بدخشان په تګاب ولسوالیو  کې له طالبانو سره ګڼ شمیر عسکر یوځای شوي.
خبر زیاتوي، ۱۳ تنه عسکر او پولیس په احمدخیلو او دوه تنه د کمانډو عسکر په ځاځي آریوب ولسوالۍ کې طالبانو ته تسلیم شوي.
طالبانو د پیښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې، یاد امنیتي منسوبین د حقائقو په درک کولو او د دعوت او ارشاد مسئولینو په هلو ځلو سره له دولتي لیکو را بیل او له دوی سره یوځای شوي.

طالبانو دغه راز خبر ورکړی چې د بدخشان ولایت په تګاب ولسوالۍ کې هم ورسره ۱۵ محلي پولیس (اربکیان) یوځای شوي.
طالبانو ویلي، یوځای شوي پولیس د خنبک او کتوبالا د سیمو و، چې په وینا یې د دوی د جلب او جذب په هڅو یې له د طالبانو پر وړاندې له وسلوال مخالف څخه لاس اخیستی.

طالبانو د ټولو یوځای شویو عسکرو نومونه هم نشر کړي.
دا په نن ورځ کې دریمه ډله امنیتي سرتیري شو، چې طالبانو ته تسلیمیږي.
تر دې وړاندې د کابل د پغمان ولسوالۍ د ارغندۍ سیمه کې هم ۵ تنه استخباراتي کارمندان له طالبانو سره یوځای شوي و.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close