پکتیا: د بې پیلوټه الوتکې په بیلابیلو بریدونو کې اربکی قوماندان او دوه زدکونکي وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۲۹)

له پکتیا ولایت څخه ورکړل شوي راپورونه وایي چې، تیره ورځ مازدیګر مهال د یاد ولایت د سیدکرم ولسوالۍ په کوهسین سیمه کې د امریکایي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د ښوونځي دوه زدکونکي وژل شوي.

د سیمې خلک وایي، دې ځوانانو چې په دولسم ټولګي کې یې زدکړې کولې، له هیڅ کومې وسلوالې ډلې سره اړیکې نه درلودې.
دفاع وزارت ویلي ، په دې بریدونو کې ۲۰ تنه وسلوال وژل شوي او یو موټر یې له منځه وړل شوی، هغه ادعا چې د سیمې خلک یې پروپاګند بولي.
په یوه بل خبر کې ویل شوي چې تیره ورځ د همدې ولایت د احمدآبا ولسوالۍ په مربوطاتو کې یو مشهور اربکی قوماندان د امریکایانو د هوایي برید ښکار شوی .
د ګوډخلیل په نامه د پاڅونوالو (اربکیانو) مشر د بې پیلوټه الوتکې په برید کې په نښه او ځای پرځای وژل شوی دی.
د ملي دفاع وزارت او امریکایی ځواکونو په دې تړاو رسماً کوم سپیناوی نه دی کړی.

د یادلو ده چې په دې ولایت کې تر دې وړاندې هم په ځلونو اربکي ملیشه د هوایي بریدونو ښکار شوي، چې حکومت او امریکایانو یې پرې هیڅ غبرګون نه دی شوودلی

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close