پکتیا: د شیعه ګانو په جومات کې چاودنه شوې

نن د جمعې د لمانځه پرمهال د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز ښار اړوند د خواجه حسن سیمې د اهل تشيع په جومات کې دننه درنه چاودنه شوې.
عیني شاهدان وایي دوه غبرګې چاودنې شوې او د مرګ ژوبلې کره مالومات تر اوسه نشته.
سرچینې وایي؛ په چاودنه کې تر ۱۰ ډیر کسان وژل شوي او لسګونه نور  ټپيان دي

پر همدې مهال د پکتیا د امنیه قومندانۍ ویاند سردارولي تبسم وایي د شیعه ګانو پر جومات چاودنه کې ۱۵ کسان وژل شوي او نږدې ۵۰ تنه نور ټپیان دي.
نوموړی زیاتوي، جومات ته دوه بریدګر ننوتلي، لومړی یې پر خلکو ډزې کړې او وروسته یې ځانته انفجار ورکړی.
تبسم وایي، یو بریدګر د جومات د امنیتي کمیټې سره په مخامخ ډزو کې وژل شوی.
د چاودنې مسؤلیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی، خو پر شیعه ګانو او مقدسو اماکنو عموماً داعش ډله بریدونه کوي.
سیمې ته ګڼ شمیر امبولانسونه رسیدلي او زیاتره ټپیان د پکتیا حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close